Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د ۱۱ ولایتونو وارداتي برېښنا پرې شوې ده

د برېښنا شرکت اعلان کړی چې افغانستان ته د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا د مزو له پرېکېدو سره، د کابل په ګډون د ۱۱ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

دغه شرکت په یوې خبرپاڼه کې چې نن یکشنبې (د وږي په ۲۴مه) خپره شوې، ویلي چې د برېښنا د دغو مزو د نښلون او وصل لپاره کار جریان لري.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د تاجکستان وارداتي برېښنا، نن له غرمې مخکې د ۱۰:۵۲دقیقو کې پلخمري ته نږدې د «عسقلان» سیمه کې پرې شوې ده.

برېښنا شرکت ویلي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا تېره ورځ له غرمې وروسته د ډنډشهاب‎الدین په سیمه کې د جګړې په پایله کې پرې شوې وه.

خو برېښنا شرکت ونه ویل چې کله به د برېښنا دغه مزي بېرته نښلول کېږي. 

برېښنا شرکت ویلي چې د ازبکستان او تاجکستان د وارداتي برېښنا مزي په بغلان ولایت کې پرې شوي دي.

شریک یي کړئ