د ټرانسپورټ وزارت وايي چې ټاکل شوې ده د هېواد د صادراتي توکو چوپه چې په ازمایښتي توګه د لاجوردو له لارې ترکیې ته ځي، تر راتلوونکو درې ورځو د دغه هېواد بازارونو ته ورسېږي.
د دغه وزارت ویاند حکمت الله قوانچ وايي چې تراوسه د دغې صادراتي چوپې په وړاندې کومه ستونزه نه رامنځته شوې.
د ښاغلي قوانچ په وینا،د هېواد صادراتي توکي د دوشنبې له غرمې وروسته له اذربایجانه د ګرجستان په لور حرکت کړی دی:«د کارنټ تیر سیسټم تر نظر لاندې زموږ لومړۍ صادراتی چوپه چې د لاجوردو لارې له هراته د ترکیې په لور حرکت کړی و، نن له اذربایجانه د ګرجستان په لور حرکت وکړ او انشاالله تر جمعې پورې به ترکیې ته ورسېږي.»
ټاکل شوې وه ؛ دغه چوپه له یولسو ورځو وروسته د دوشنبې پر ورځ ترکیې ته ورسېږي. خو د ټرانسپورټ وزارت ویاند د دې چوپې د هر کلي لپاره مراسم د ځنډ لامل بولي.
خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د اذربایجان او ګرجستان د ویزو د ستونزو له امله دغه چوپه دوه ورځې په ترکمنستان کې پاتې شوه.
د دغه بنسټ اجرايي رییس لوړ لګښتونه بله ستونزه بولي او زیاتوي چې د دې چوپې هر یوه موټر په ترکمنستان کې څلور سوه ډالره روډ پاس ورکړی دی او یو زرو نوي ډالره یې هم د هغې بیړۍ لپاره چې دا موټر له ترکمنستانه اذر بایجان ته لیږدوي ورکړي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرایي رییس عتیق الله نصرت په دې اړه وویل:«موږ غواړو چې په راتلونکو حالاتو کې د دولت او بهرنیو چارو وزارت د همکار په توګه واوسو او زموږ چلوونکو ته ویزې ورکړل شي. تاسې پوهېږئ چې ویزه یوه له جدي ستونزو څخه ده، په ځانګړې توګه د ترکمنستان او اذربایجان ویزې او همدارنګه د ترکیې ویزه، کهچېرې زموږ چلوونکي «ملتي پل» ولري په راتلوونکو پړاونو کې په ډېرې اسانۍ سره کولای شو ولېږدوو.»
اخوا د افغان حکومت له چمتووالي پرته د لاجوردو له لارې د لېږد رالېږد پیلېدو د یو شمېر سوداګرو اندېښنې راپارولي دي.
دوی وایي چې حکومت باید د دې لارې ستوزنې په بنسټیزه توګه حل کړي.