د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د ځمکني ټرانسپورټ د ازمایښتي بهیر له پیل وروسته؛ اوس په هېواد کې د باروړونکو شرکتونو د ظرفیت پېژندنې لپاره هڅې پېل شوې دي.
د واټ نړیوال سازمان په چوکاټ کې د توکو د لېږد رالېږد لپاره تراوسه ۱۱ سترو باروړونکو شرکتونو نوملیکنه کړې ده.
د ټرانسپورټ وزارت وايي، هېواد کې له دوه سوه پنځلسو باروړونکو او مسافر وړونکو شرکتونونه اوسمهال پنځویشت لوی شرکتونه چمتو دي چې د هېواد له پولو بهر ته د توکو لېږد رالېږد پيل کړي.
د ټرانسپورټ وزارت مرستیال امام محمد واریماچ په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان ټرانسپورټي شرکتونه باید سیمې او نړۍ په کچه سیالي وکړي. او دا د هغوی حق دی چې باید ورته زمینه برابره شي.»
په تېرو اتلسو کلونو کې د لېږد رالېږد لوړې کچې ته په پام سره په هېواد کې تر ۸۰۰ زیات شرکتونه او ټولنې جوړې شوې دي، خو هېواد کې د یو شمېر بار وړونکو شرکتونو مسوولین وايي، په دې برخه کې یې له ستر پانګونو سره، سره د دوی ډېری هغه موټر اوس ولاړ پاتې دي چې په لوړه بیه یې پېرلي دي.
دوی وایي، تر اوسه افغان موټر چلوونکي نهشي کولای د هېواد له پولو بهر توکي ولېږدوي او یا هم وارد کړي.
د چهاریار ټرانسپورټي شرکت مسوول سید عیسي سادات وویل:«موږ غم خور نه لرو. له همدې امله زموږ ستونزې زیاتې دي او موږ وزګار یوو؛ له هغې پرته معیاري موټر لرو او کولای شو چې نړیوال لېږد ترسره کړو. حکومت باید نړۍ ته د توکو د لېږد رالېږد لپاره د افغانستان باروړونکو موټرو ته زمینه برابره کړي.»
اخوا یو شمېر موټر چلوونکي وايي، نا امنۍ؛ په ناقانونه توګه د پیسو اخستل او د سړکونو خراب وضعیت د دوی د کار پر وړاندې لویې ستونزې دي.
موټر چلوونکی عبدالقدیر وايي:«زموږ لګښټونه لوړ دي، زیربناوې نشته؛ خو کرایې ډېرې ټيټې دي. موږ نه شو کولای حتا خپل لګښت ترلاسه کړو.»
د لاجوردو او چابهار له لارې د توکو د لېږد رالېږد په پیل سره داسې هیلې شته چې د سوداګریزو توکو لویې جوپې به له دې لارو ازادو اوبو او اروپایي هېوادونو ته ورسېږي.