Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د واټ په نړیوال سازمان کې د افغانستان لږه ونډه

افغانستان په تېر هجری لمریز کال کې د واټونو له نړیوال سازمان سره د ځمکې له لارې د توکو د لېږد رالېږد دومر فعالیت نه درلود.

د ترانسپورت د وزارت د شمېرو له مخې په دغې کال کې یوازی د افغاني توکو د صادراتو ۱۹ باور وړونکو موټرو د سیمې هېوادونو ته د تګ لپاره د تېرېدو (کارنټ تير)جوازونه اخستل شوی دی.

له پولې د تېرېدو سند یا«کارنټ تیر» چې د واټ د نړیوال سازمان غړو هېوادونو ته ورکول کېږي له هېوادونو د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په چاره کې کارول کېږي.

افغانستان له کلونو راهیسې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ ی، په تېر هجري لمریز کال کې یوازې ۱۹ بار وړونکو موټرو ته داشان سندونه ورکول شوي دي، او د افغانستان درې د ، کارنت تېر، سندونه په ناڅرګند لامل مسترد شوي دي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند حکمت الله قوینچ وویل:«ستونزې شتون لري،خو موږ له ځینو دولتي بنسټونو سره کار کوو ترڅو په دې برخه کې ستونزې حل کړو او په هېواد کې په منظمه توګه د کارولو لپاره زمینه برابره کړو.»

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په روان زیږدیز کال کې د دوی لخوا د ، کارنت تیر، درې سندونه صادر شوي، خو هغه لېږدونکي وسایط چې ټاکل شوې وه سوداګریز توکي ترکیې ته ورسوي، په پایله کې له قزاقستان څخه بېرته راګرځول شول.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلۍ هم وايي:«موږ سږکال د زیږدیز کال له پیل سره خپلو درې موټرو ته مو کارنټ تیر صادر کړل،خو تراوسه مالومه نه ده چې دغه موټر ولي اجازه نه‎لري ترڅو د دویم او درېیم هېواد خاورې ته ننوځي.ستونزې زښته زیاتې دي او موږ په دې برخه کې هېڅ لازمه استفاده نه شو کولای.»

په دې سر بېره  د موټر چلوونکو کم پوهاوی، او د لېږد رالېږد له نړیوالو قوانینو سره د هغوی نا آشنايي او په بهرنیو ژبو د هغوی نه پوهېدل د دغه سازمان له آسانتیاو د کار نه اخیستو اصلي لامل بلل کېږي.

شریک یي کړئ