د ننګرهار ولایت اوسېدونکو د دولت مخالفو وسلهوالو لخوا د پرې شوې برېښنا په غبرګون کې د اعتراض خیمې ولګولې.
کابو یوه میاشت کېږي چې ننګرهاریان شپې په تیاره کې تېروي او مخالفو وسلهوالو پرې برېښنا پرې کړې ده. اوس له همدې کبله دوی د اعتراضونو خیمې درولې دي.
د یادې خېمې ګډونوال چې ځايي اوسېدونکي، مدني فعالان او قومي مشران دي وايي، چې له یوې میاشتې راهیسې د لغمان په بادپښ کې د دولت مخالفینو د برېښنا مزي پرې کړي چې پر روغتونونو، ښوونځیو او پوهنتونونو برېښنا پرې شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
یو تن اعتراض کوونکی، تحصیل خان وايي:«دا ډېره لویه ستونزه ده، محصل مطالعه نشي کولای، معلم مطالعه نشي کولای او ننګرهاریان یې له غټو ستونزو سره مخ کړي دي. مونږ اصناف او تجاران یې هم له مشکلاتو سره مخ کړي یو.»
حفیظ الله بیا جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو پلورنځی لري، هغه هم په دې اعتراضیه خېمه کې ګډون لري او وايي، د کور په ګډون یې په دوکان کې د برېښنا نشتون له کړاوونو سره مخ کړی دی.
دی زیاتوي:« زمونږ مسجدونو کې دا ستونزه ده، شفاخانو کې دا ستونزه ده او عام ولس له مشکل سره مخ دی. مونږ په ټولو چارواکو دا غږ کوو چې دا مشکل زمونږ لپاره حل کړي.»
هم مهاله د دې خېمې ګډونوال ادعا کوي چې پر ننګرهار او لغمان ولایتونو د دولت د مخالفو وسلهوالو له لوري د برېښنا پرېکون مسئله مافیایي شوې او د برېښنا شرکت یو شمېر چارواکي هم پکې لاس لري.
ډاکټر شفیق الله صاحبزاده چې په جلال اباد ښار کې د درملتونونو د ټولنې مشر دی، وايي په ښار کې درملتونونه هم د برېښنا د نشتون له کبله له ستونزو سره مخ شوي او باید د دایمي حل لپاره یې هلې ځلې وشي.
هغه زیاتوي:« له تېرو څو متواترو کالونو له ننګرهار سره لوبې کېږي، هغه خپله د برېښنا مسوولین او چارواکي کوي چې په داخل کې دي او د خپلو جیبونو لپاره دا کار کوي.»
د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر غړي بیا نیوکه کوي چې حکومت په دغه برخه کې له ننګرهاریانو سره دوه ګونی چلند کوي.
د ولایتي شورا غړی ډاکټر ناصر کامه وال یاده کوي:« د ننګرهار د خلکو چې کومه قرباني د ملي وحدت حکومت لپاره ورکړې وه، نو اوس یې په سترګو کې خاورې شیندل کېږي. همېشه د ننګرهاریانو سره دروغ ویل کېږي او دلته لویې ملي پروژې مونږ لرلې. دوی دلته راغلل چې سولري برېښنا جوړوو ؛خو هېڅ عملي شتون نه لري.»
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي اداره په دې تړاو وايي، چې دا یوه ولسي او پر مرکزي حکومت تړلې موضوع ده چې باید په تړاو یې خپله ځواب دوی ځواب اوايي.