ټاکل شوې ده چې سبا(جمعه د کب پر څلورمه) هرات ولایت کې هېواد ولسمشر په ګډون د پاکستان لومړی وزیر، د ترکمنستان ولسمشر او د هند د بهرنیو چارو وزیرې په ګډون دا نللیکه پرانیستل شي.
د هرات ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د پرانیستلو مراستو لپاره کلکې امنیتي تابیاوې نیول شوې دي.
د هرات والي، محمدآصف رحیمي وايي:«زه ډاډه یم په همدې اندازه ملاتړ چې په هرات کې دی د افغانستان په هر ګوډ شته، کله چې هلمند ته رسېږو، کله چې کندهار ته رسيږو ملاتړ کيږي او تاسو ډاډه ووسئ چې په دې کې هېڅوک زیان نه کوي.»
د هرات ولایت ټول سرکونه د ټاپي پروژې پرانیستلو هرکلي پر شعارونو ډک دي.
په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا دا پروژه د امنیت پر ښهوالي اغېزمنه بولي.
د هرات ولایتي شورا رئیس، کامران علیزايي څرګندوي:«زموږ غوښتنه له مشرانو چې په راس کې دي او د پروژې رئیس سره مو چې هم خبرې درلودې دا ده چې افغانانو ته هم په مساویانه توګه ونډه ورکړي، هغه کارونه چې افغان کولی شي وریته ورکړل شي.»
د ټاپي ګازو پایپلاین چې هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لیږدوي، ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري، دې پروژه کې څلورو هېوادونه ګډونلري او ویل کیږي چې د دې پایپلین ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو ولېږدولشي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لیږدول کېږي.