Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پانګوالو په وړاندې ستونزې؛ له هېواده دپانګې د تېښتې لپاره زمینه

د کانونو او صنایعو خونه وايي چې په یوه وروستي کال کې، په لسګونه افغان پانګوالو، خپله پانګه قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان ته لېږدولې ده.

د کانونو او صنایعو خونې د چارواکو په وینا پانګوالو لپاره د لازمو هڅونو او امنیت نشتوالی د دې لامل شوی څو په هېواد کې د ورځې په تېرېدو پانګې له هېواده ووځي.

د دې خونې مسوولین وايي، په منځنۍ آسیا کې د پانګونې د اسانتیاوو د ډېروالي رامنځته کېدل د دې لامل شوي څو افغان پانګوال په دې هېوادونو کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

د کانونو او صنایعو خونې اجرایي مشر رحیم الله سمندر په دې اړه وویل:«کله چې حکومت د اوسپنې د ویلې کولو لپاره د درې او یا هم پنځه میګاواټه برېښنا د رسېدو وس ونه لري، نو په دې هېواد کې به څه ډول پانګونه جذب شي او یا دا چې زموږ پانګوال له هېواده بهر ولاړ نه شي.»

په ورته وخت کې یو شمېر پانګوال وايي، هېواد کې د تازه پانګونې د جلب او نورو هېوادونو ته د پانګې د ایستلو د مخنیوي لپاره اړتیا ده څو حکومت د پانګوالو پر وړاندې ستونزې هوارې کړي. 

یو له دغو پانګوالو فرید هاشمي وویل:«حکومت باید په خپلو ژمنو دا چې اسانتیاوې رامنځته کړي او پانګوالو ته امتیازات ورکړي پر ځای کړي.»

بل پلو د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي، له آسیايي هېوادونو څخه هېواد ته د توکو وارداتو بهیر په ځانګړې توګه د غله جاتو واردات زیات شوي او له همدې امله یو شمېر سوداګر هڅه کوي څو په منځنۍ اسیا کې د کرنې او صنایعو په برخو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي.

شریک یي کړئ