Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان له فضا نه د افغاني شرکت الوتکې بېرته راګرځول

دکام ایر هوايي شرکت مسوولان وايي د دې شرکت یوه الوتکه چې نن(چهارشنبې د کب په ۸مه نېټه) د هند پر لور روانه وه، د پاکستان له فضا څخه بېرته افغانستان ته راګرځول شوې ده.

د کابل ایر شرکت مطبوعاتي مسوول، نجیب پیمان وايي دا الوتکه د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي او پوځي ستونزو له کبله راګرځول شوې ده.

ښاغلی پیمان وايي د افغانستان د هوايي چلند اداره د نړیوالو په همکارۍ هڅه کوي چې هند ته بله هوايي لار هواره کړي.

دی وړاندې وايي دا یوازېنۍ الوتکه نه ده چې د پاکستان له فضا راګرځول کېږي، بلکې نورې ملکې الوتکې هم راګرځول شوې دي.

حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د پاکستان په خاوره کې یې د هوايي برید په پایله کې ډېر شمېر ترهګر وژلي دي.

د راپورونو له مخې سې‎شنبې سهار ۱۲ هندي جنګي الوتکو د خیبر پښتونخوا په "بالاکوټ" سیمه کې یې د "جیش محمد" ډلې پټنځایونه په نښته کړي دي.

هند وايي د دې پټنځایونو مشري د جیش محمد ډلې د مشر، مسعود اظهر لخوا کېده.

په همدې حال کې پاکستان بیا د هند ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې هندي الوتکې د پاکستانیو الوتکو تر پورته کېدو وروسته وتښتېدې او یوازې په یوې شاړې سیمې کې یې څو توغندي وتوغول چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.

هند د دې هېواد اړوند کشمیر کې یوه برید کې د ۴۴ هندي سرتېرو تر وژل کېدو دوې اوونۍ وروسته پر پاکستان د برید ادعاوې کوي.

له بلې خوا نن چهارشنبې هندي رسنۍ وايي د پاکستان درې جنګي الوتکې چې د هندي کشمیر هوايي بشپړتیا ته د ننه شوې وې، د هندي الوتکو سره تر مخامخ کېدو بېرته تللې دي.

 په همدې حال کې پاکستان بیا دعا کوي چې د کشمیر په فضا کې یې د هند یوه جنګي الوتکه ویشتلې ده.

په دې پېښه کې د دوو پيلوټانو او یوه ملکي کس له وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

همداراز هندي رسنیو هم راپور ورکړی چې هند د پاکستان اف۱۲ جنګي الوتکه راغورځولې ده، خو پاکستان دا ادعاوې رد کړې دي.

د کام ایر شرکت د مطبوعاتو مسوول، نجیب پیمان وايي دا الوتکه د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي او پوځي ستونزو له کبله راګرځول شوې ده

شریک یي کړئ