Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پنځو مهمو پروژو د پيل لپاره د کانونو وزارت هڅې

د کانونو او پټرولیم وزارت نن (سې‎شنبې د زمري په ۲۲مه) د ۳۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت له ځينو تړوني شرکتونو سره د پنځو پروژو په پانګونه کې د مذاکراتو د پرمختګ په اړه خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي چې دوه پروژې د سمنټو په برخه کې او درې پروژې هم د مرمر، تلک او ټراورټین په دغو پروژو کې شامل دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د پانګونې پر سر مذاکرات کابو ۱۷۰ مېلیون ډالر د جبل السراج د سمنټ دویمې برخې ته او ۱۳۶ مېلیون ډالر د سمنګانو کار خونو په اړه له تړوني شرکتونو سره کار مخته تللی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه څرګنده کړه:«له نېکه مرغه په دغو پنځو پروژو کې د خبرو اترو په لړ کې موږ ښه پرمختګ لرو او د پرمختګونو ترڅنګ همدارنګه ویلای شو چې ډېر ژر به د تړون د عقد پړاونه پيل شي څو موږ د عملي پانګونې شاهد واوسو.»

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي د کانونو په تړونونو کې د حکومت د ژمنو نه عملي کېدل د دغو پروژو د ناکامۍ او فسخې لاملونه بولي.

د دغو چارواکو په وینا د کانونو د پروژو د پړاونو د کچ کولو د اوږدوالي ترڅنګ د حکومت د ځينو ژمنو نه عملي کېدل د کانونو پروژو کې د خصوصي برخې د پانګونې په وړاندې ننګونې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزی وايي:«پروسه ډېره اوږده ده، باید د اقتصا عالي شورا ته راشي او د اقتصاد عالي شورا د خبرو اجازه ورکړي، له هغې وروسته کله چې د خبرو کولو اجازه ورکړل شوه او تړون چمتو شو، بیا د اقتصاد عالي شورا هغه تصویبوي ا وروسته د اقتصاد عالي شورا هغه تصویبوي او له تصیوب وروسته باید کابینې او کابینه هم هغه تصویب کړي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال وايي چې د جبل السراج د سمنټو کارونې د دویمه برخه او ه مدارنګه د سمنګانو د سمنټو د تولید پيل، په دغو کارخونو کې څه باندې ۲۸ټڼو سمټو ته رسېږي.

شریک یي کړئ