Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پیسو نړیوال صندوق ارزونه کې افغانستان بریالی ارزول شوی

د پیسو نړیوال صندوق افغان حکومت یې د مالي او اقتصادي نظام په برخه کې بریالی ارزولی دی.

د مالیې وزارت وایي چې د ملي عوایدو د زیاتېدو په ګډون شپږ مورده مالي او پولي اصلاحات، په بودیجه کې اصلاحات، د پړسوب مخنیوی او د پیسو د سپینولو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي د قانون پلي کېدل په هغو برخو کې شامل دي چې د پیسو د نړیوال صندوق د څلورم پړاو ارزونو کې بریالي ارزول شوي دي.

د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي په دې اړه وویل:«د دغې ارزونې له بشپړیتا سره چې څلورم ګام و. د نوموړي صندوق له خوا به افغانستان ته څه باندې ۶۲ مېلیارد افغانۍ راشي. او په افغانستان کې د دغو څلور ارزونو په لړ کې د افغانستان بودیجې ته ۲۴۸ مېلیون ډالره راغلي دي.»

اخوا د افغانستان بانک رییس هم په تېر یوه کال کې د هېواد د پیسو د نظام د پرمختګونو خبره کوي.

د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق څرګنده کړه:«د سیمه‎ییزو هېوادوو د پیسو د ارزښت د پام وړ کموالي ته په پام سره، د افغانیو پیسو اسمي ارزښت د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې کابو ۹ سنله کموالی درلود چې د سیمو د هېوادونو په کچه تر ټولو کمه کچه ده.»

اخوا د مالیې وزارت سرپرست وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې په ګمرکونو کې د زیاتو سرغړونو مخه نیول شوې ده.

ښاغلی قیومي وايي:«په تېرو دوو میاشتو کې د هغو موټرو شمېر چې د تنفیظ ریاست درولي دي د تېرو ۱۶ کلونو په پرتله ډېر وو.»

بل پلو د مالیې وزارت سرپرست وايي چې  په دولتي ادارو کې د معاش د ورکړې د تنظیم پروګرام پر یوې کړنلارې هم کار روان دی.

افغانستان په شپږ مورده مالي او پولي اصلاحات، په بودیجه کې اصلاحات، د پړسوب مخنیوی او د پیسو د سپینولو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي د قانون پلي کېدل په هغو برخو کې شامل دي چې د پیسو د نړیوال صندوق د څلورم پړاو ارزونو کې بریالي ارزول شوي دي .

شریک یي کړئ