په هېواد کې د چرګانو د روزنې فارمونه په کال کې څه باندې پنځه سوه ټنه غوښه او څه باندې درې سوه څلوېښت مېلیونه هګۍ بازار ته وړاندې کوي.
د کرنې وزارت د کرنې ودې او کلیو پراختیا پروګرام مسوولین وايي دغه فارمونه غوښې او هګیو ته د هېواد په کچه پنځوس سلنه اړتیاوې پوره کوي.
د کرنې وزارت د کرنې ودې او کلیو پراختیا پروګرام رئیس، احمد شکیب سخيزاده وايي:« هېواد کې د فارمونو تولیداتو ته بازار ډېر لوی دی او آن دوی اوس پنځوس سلنه غوښې او هګیو ته اړتیا نشي پوره کولی، نو په دې برخه کې فرصتونه زیات دي.»
دوی وایي چې د چرګانو له نهه سوو پنځوس ټنه غوښي نه چې په یو کال کې په هېواد کې ترې کار اخیستل کیږي، پنځوس سلنه یې کورني فارمونه برابروي او د چرګو د شاوخوا دوه میلیارده هګیو نه چې په هېواد کې ترې ګټه اخیستل کیږي، دیرش سلنه یې په کورنیو فارمونو کې برابریږي.
په همدې حال کې فارم لروونکي له حکومته غواړي د قاچاقي وارداتو مخنیوی وکړي.
د چرګانو ساتنې فارم لرونکي د خپل کار له ښه کیدو خوښ دي، خو وایي چې اوس مهال هم د چرګانو څه باندې څلویښت سلنه کم کیفیته او غیرصحي غوښه او هګۍ له نورو هېوادونو په قاچاقي توګه واردیږي .
فارم لرونکی، سید نورعلیشاه وايي:«اوس هم غوښه او هګۍ په قاچاقي ډول هېواد ته راواردیږي او پّ دې برخه کې ستونزې ډېرې دي، ځکه چې د قاچاقي غوښو او هګیو کیفیت ټیټ دی او په که بیه پلورل کېږي.»
د کرنې او اوبو لګونې وزارت چارواکي وایي چې که حکومت د فارمونو په برخه کې تر یو سلو څلویښت ملیون ډالرو زیاته پانګونه جذب کړي، افغانستان به تر راتلونکو څو کلونو د چرګانو غوښې او هګیو ته خپله اړتیا په کور دننه پوره کړي.
د دې وزارت د چارواکو د مالوماتو له مخې له یوه کال راهیسې په هېواد کې د چرګانو د ساتنې د لویو فارمونو په زیاتیدو سره په بازارونو کې د دغو فارمونو تولیدات هم مخ پر زیاتیدو دي.