Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د ونډې لپاره هڅې

د چین بهرنیو چارو وزیر وایي بیجینګ او اسلام اباد د ۵۷ مېلیون ډالرو په ارزښت اقتصادي دهلیز پرمختیا پر سر افغانستان سره خبرې کوي. او هڅه کوي چې افغانستان د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز کې شامل کړي.

د چین بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې ښایي اوږدمهال کې بیا افغانستان؛ چین او منځنۍ اسیا نورو اقتصادي دهلیزونو سره ونښلوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‎يي په دې اړه څرګنده کړه:« چین او پاکستان غواړي له افغانستان سره د ګډو کټو پر بنسټ کار وکړي د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز ته په افغانستان کې پراختیا ورکوو.»

خو د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي، له دې مخکې افغانستان د دې ستر اقتصادي پروګرام یوه برخه وه، او نورو کوچیني پروګرامونه به هم پلي شي، خو په دې اړه زیات جزیات نه ورکوی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په دې اړه څرګنده کړه:« په اقتصادي برخه کې مو په ژوره توګه لیدلوري شریک کړل او په ځانګړي توګه د زیربیناوو پر پراختیا او د درېیو هېوادونو سره په اړیکو کې نوښت افغانستان لپاره د سیمې د اقتصادي همکاریو غونډې لاهم زیاته وو.»

د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز د یوې لارې او یو کمربند له پروګرامونو دي چې چین له اسیا اروپا او نورو هېوادونو سره به يي ونښلوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي:« په بریالیتوب سره د چین او پاکستان اقتصادي پروژې پلي کول د افغانستان، ایران، مرکزي او سویلي اسیا د نورو پروژو لپاره به یوه بیلګه وي.»

چین په دې هڅه کې دی چې  د یوې لارې او یو کمربند د پروګرام په چوکاټ کې د ورېښمو تازه لاره رامنځته کړي.

شریک یي کړئ