Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل - استانبول ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو

د کابل - استانبول ترمنځ هوايي ډهلیز نن ‎سېشنبې د (غبرګولي په لومړۍ نېټه) ترکیې ته د ۴ زره او ۵۰۰ مټر مربع غالۍ او یو سلو درې زره ډالرو په ارزښت د پنځه ټنه وچې مېوې له صادرېدو سره رسماً پرانیست.

له هند او قزاقستان وروسته دا دریم هېواد دی چې له کابل سره هوايي دهلیز پرانیزي.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت په وینا، ترکیه نه یوازې د هېواد د صادراتو لپاره لوی بازار دی بلکې اروپا ته د توکو د رسولو لاره هم ده.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا څرګنده کړه:«ملګري هېواد ترکیې ته د افغانستان صادراتي توکي بېلابېل دي، اروپا ته د دغو توکو د رسېدو دهلیز هم دی.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرايي رییس عتیق الله نصرت وویل:«هوايي کارګو نه یوازې هند ته د هوا له لارې زموږ د صادراتو د زیاتوالي وسیله شوه، بلکې په ټول کې د صادراتو په زیاتوالي کې یې هم ډېر مهم رول ولوبه وه. د یوې بدیلې لارې او همدارنګه د یوه مثبت فشار په توګه چې موږ د ځمکې له لارې په خپلو صادراتو کې له لږو ستونزو سره مخ شو.»

له بلخوا په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار دفتر له ترکیش ایرلاینز سره ترکیې ته د صادراتي توکو د لېږد هوکړه‎لیک لاسلیک کړې ده.

په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکارۍ دفتر د عامه اړیکو مسوول سمیر رسا څرګنده کړه:«حکومت له ملي سوداګرو سره د هغوی د سوداګریزو توکو په لېږد کې او همدارنګه د سوداګرو د غوښتنې پر بنسټ د صادراتو د زیاتوالي او نورو دهلیزونو د جوړېدو لپاره مرسته کوي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د شمېرو له مخې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه له درې سوه مېلیون ډالرو څخه کابو سل مېلیون ډالرو ته راکمه شوې ده. 

په افغانستان کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل وویل:« زموږ د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت لومړی د افغانستان واقعي ظرفیت نه په ډاګه کوي، دویم زموږ د دوه اړخیزو اړیکو واقعي انځور او د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوستي او ورورولي نه منعکسوي، تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۱۰۸ مېلیون ډالره وه چې زموږ په نظر دا بسندویه نه ده.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي د هوايي دهلیز د پرانیستلو له پیل راهیسې د څه باندې ۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د هېواد سوداګریز توکي هند او قزاقستان ته صادر شوي دي.

له هند او قزاقستان وروسته دا دریم هېواد دی چې له کابل سره هوايي دهلیز پرانیزي. اخوا د سوداګرۍ او صنایع وزارت وايي چې، ترکیه نه یوازې د هېواد د صادراتو لپاره لوی بازار دی بلکې اروپا ته د توکو د رسولو لاره هم ده.

شریک یي کړئ