Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کار وزیر: حکومت تر درې کلونو به ۲ مېلیونه دندې رامنځته کړي

د کار او ټولنېزو چارو وزیر چې د پنجشنبې په ورځ د کار د ملي غونډې پایلې او لاسته راوړنې وړاندې کولې، وویل، له غوره پېز د کار بازار له غوره پېژاند سره، د بې کارۍ د کموالي لپاره پر اقتصادي سیاستونو خبرې اترې شوي دي.

فیض الله ذکي زیاتوي چې په افغانستان کې د دندې پیدا کولو لپاره د کړن لاره جوړه شوې ده.

نوموړی د کار په ملي ناسته کې د شویو ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کوي او وایي، د شویو ژمنو په عملي کېدو سره به تر راتلونکو درېیو کلنو پورې حکومت شاوخوا ۲ اعشاریه یو مېلیون کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

ښاغلي ذکي زیاته کړه:«د دندې مسله که‎چېرې یو کال مخکې د هېڅ ادارې د اجنډا په سر کې نه وای، نن د ملي اجنډا په لومړي سره کې راغلې. ښايي دا د کنفرانس اړینه پایله وه چې یوه ملي جرګه رامنځته شوه او د دندې او کاراو بار د اجنډا په سفر کې راځي.»

د کار په ملي ناسته کې په هېواد کې د وزګارۍ د کچې نوي شمېرې وړاندې شوې.

په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان استازی منظور خالق په دې اړه څرګنده کړه:« مېلیونونه کسان یا وزګار دی او یا هم لږ کار لري، دوی مرستې ته اړتیا لري، دا د دولت او خصوصي برخې مسوولیت دی چې په افغانستان کې ښځو او نارینه وو ته د کار زمینه برابره کړي.»

له بلخوا د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین تمه لري د کار په ملي ناسته کې د خصوصي برخې په وړاندې د ننګونو د له‎منځه وړلو په اړه د دغه بنسټ وړاندیزونه عملي شي.

د سوداګرۍ اجرايي پلاوي مشر عتیق الله نصرت په ډاګه کړه:«برېښنا ته لاسرسۍ، ځمکې ته لاسرسۍ، پورونو ته لاسر رسرسی له هغو ډلو وړاندیزونو څخه وو چې باید په هغې برخه کې ډېرې جدي پروګرامونه شتون ولري ترڅو د خصوصي بخرې ستونزه حل کړو، او موږ د یوې ډېرې ډاډمنې فضا په رڼا کې پانګونې ترسره کړو چې د کار د رامنځټه کېدو لامل شي.»

د یو میلیون کاري زمینو د برابرولو په اړه ژمنې څخه د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو حکومت د کار په ملي ناسته کې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې د دوه اعشاریه دوه مېلیونه کاري زمینو د برابرولو خبره کوي. وبه لیدل شي چې دا ځل به دکار بازار په وضعیت کې څه بدلون راشي.

د یو مېلیون کاري زمینو د برابرولو په اړه ژمنې څخه د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو حکومت د کار په ملي ناسته کې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې د دوه اعشاریه دوه مېلیونه کاري زمینو د برابرولو خبره کوي. وبه لیدل شي چې دا ځل به دکار بازار په وضعیت کې څه بدلون راشي.

شریک یي کړئ