Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کال د منځ بودیجې مسوده له بدلون وروسته بېرته مجلس ته استول کېږي

د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي چارو کمېسیون غړي وایي چې ټاکل شوې ده په روانه اوونۍ کې د کال د منځ بودیجې مسوده د تصویب لپاره بېرته ولسي جرګې ته واستول شي.

د کال د منځ بودیجې مسوده د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۹مه) په هغه کې د بدلونونو د مبهم والي له امله، د ولسي جرګې د غړو لخوا رد شوه. د نویو بودیجوي بنسټونو جوړېدل؛ د یو سلو څلورپنځوسو پراختیايي پروژو تنقیص او د یو شمېر بودیجه لرونکو ادارو له هغې ډلې د پوهنې وزارت د بودیجې  کمول د روان کال د کال د منځ بودیجې د ردېدو لاملونه بلل کېږي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجه کمېسیون منشي سید عظیم کبرزاني وویل:«د مالیې له وزارت او همدارنګه هغه وزیران چې واقعاً بودیجې ته اړتیا لري ګډې غونډې جوړېږي. هغه بدلونونه چې د ملت کور یې غواړي په بودیجه کې راوړل شي او موږ بېرته د کال د منځ بودیجې مسوده پارلمان ته استوو څو تصویب شي.»

 د ولسي جرګې غړې صدف کریمي وايي:«د کال د منځ بودیجه چې پارلمان ته راغلې وه، ډېرې نیمګړتیاوې لرلې؛ د پارلمان د وکیلانو د منلو وړ نه وه، ځکه چې موږ ملي ګټو ته ډېر تاوان رسوي او په هغه کې شخصي غوښتنې نغښتې دي.»

اخوا د مالیې وزارت ویاند وایي چې د کال د منځ د بودیجې په تصویب کې ځنډ به په براختیایي پروژو کې د ستونزو لامل شي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل:«هیله شته چې ډېر ژر، ما له بدلونونو وروسته کوم چې د ولسي جرګې استازو غوښتي بېرته ولسي جرګې ته واستوو او وکړای شو چې ژر تر ژره دا بدلونونه تصویب شي.»

له مالي کال څخه اووه میاشتې اوږدي؛ خو تر اوسه څرګنده نه ده چې څه وخت به د ولسي جرګې له لوري د کال د منځ بودیجه تصویب شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر ادارو په تېره بیا د پوهنې وزارت د پراختیایي پروژو د پیسو کمولو د خلکو د استازو تر منځ پوښتنې راولاړې کړي دي.

د کال د منځ بودیجې مسوده د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۹مه) په هغه کې د بدلونونو د مبهم والي له امله، د ولسي جرګې د غړو لخوا رد شوه.

شریک یي کړئ