د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي چې د کانونو دا کړنلاره د هېواد طبيعي سرچینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره جوړه شوې او دا وزارت هڅه کوي چې له دغې کړنلارې څخه په استفادې، د هېواد د کانونو عواید په سمه توګه مدیریت کړي.
پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړي وايي چې حکومت تراوسه هم د طبیعي سرچینو په اړه یوه رڼه او اوږدمهاله تګلاره نه لري.
د کانونو د تړونونو روڼتیا، له شته کاني فرصتونو په سمه توګه ګټه اخیستنه او د کاني پروژو لومړیتوبونه هغه برخې دي چې د کانونو د لارې په نقشه کې چې د کانونو او پترولیم وزارت له لوري جوړه شوې ده شاملې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي چې د کانونو کړنلاره په هېواد کې د کانونو د عایدو پر زیاتېدو ټینګار شوی او هڅه کېږي چې په عملي کېدو سره یې د هېواد د کانونو پروژې د اقتصاد د عالي شورا په منظورۍ تړونوالو ته وسپارل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي:«موږ په دغې کړنلاره کې، د هېواد د اقتصادي او ټولیزې ودې لپاره د هېواد د کاني سرچینو وړاندوینه کړې او هڅه کوو چې د دغې کړنلارې په عملي کېدو سره، د ستونزو یوه برخه حل کړو.»
له دې ټولو سره سره پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړي د لارې اوسنۍ نقشه چې د کانونو وزارت له لوري اوس اوس جوړه شوې ده نیمګړې بولي او وايي چې اوسمهال د هېواد د کاني زیرمو په تړاو یو اوږدمهاله لید لوری نه دی رامنځته شوی.
دوی وايي چې له لنډمهالو موخو سره د دغه راز کړنلارو جوړېدل سربېره پر دې چې د هېواد د کانونو د تړونونو ستونزې نه هواریږي بلکې د زورواکو له لوري د هېواد د کانونو د تالا کېدو د مخنیوي لپارهم ځواب ویونکې نه ده.
پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړی ابراهیم جعفري په دې اړه وویل:«د یوه روښانه لیدلوري پرته او په اوږد مهال کې د کاني سرچینو د پراختیا او په رڼه توګه د دغو سرچینو د عوایدو راغونډول، دا ټول کړنلارې نهشي کولای ګټورې وي.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې تل د هېواد د کانونو د مدیریت پر وضعیت اندېښنه ښودل شوې ده.
په هېواد کې د کانونو د برخې یو شمېر کارپوهان وايي چې د کانونو وزارت په وروستیو کلونو کې د خپل لوی بشري ځواک له لاسه ورکړی دی او دا کار د دې لامل شوی چې اوس هم په هېواد کې د کانونو د یوې برخې عاید تالاترغۍ شوې ده.