Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کانونو په برخه کې د پانګونې جذبولو لپاره د افغان حکومت هڅې

د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان، په عربي متحده اماراتو کې یوې غونډه کې وویل چې اوس د کانونو په برخه کې پانګونې ته د افغانستان غېږه پرانیستې ده.

په دغې غونډه کې د کانونو څلوېښت سترې پروژې، د مرمرو، شونکاڼي (تالک) او د افغانستان ځينې نور مهم منرالونه بهرنیو پانګه‎والو ته معرفي کړل شول. دغه پروژې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې دي.

په دغې ناسته کې چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په مرسته د درې ورځو لپاره دوبۍ کې جوړه شوې د افغانستان په ګډون ۱۵۰ بېلابېل هېوادونو ګډون کړی وو.

له تدارکاتو وروسته اټکل شوه، چې شونې ده ۱۰۰ مېلیون ډالر به د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې د لومړنیو څېړنو او ارزونو لپاره ولګول شي.

د هېواد د کانونو او پټرولیم وزیرې په دغې ناسته کې نړیوالو پانګوالو ته د ۱۴ نویو موکو په اړه هم څرګندونې وکړې.

هغې وویل:«د لومړي ځل لپاره افغانستان کې د نړیوالو پانګوالو لپاره د یاقوتو، زمردو، او لاجوردو په برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.»

هغې څرګنده کړه چې افغان حکومت هڅه کوي څو له دغو موکو په استفادې سره پانګوالو ته د کانونو نوي قوانین، مقررې، روښانه او رڼې تګلارې چمتو کړي.

مېرمن مصطفوي زیاتوي:«زه ویاړم چې ووایم چې د افغانستان د کانونو برخه د پانګونې لپاره پرانیستې ده.»

د هېواد د کانونو وزیرې وویل چې د کانونو پخواني قانون ته په کتو سره په تېرې لسیزه کې نامناسبې پانګونې چندان پرمختګ نه وو کړی.

شریک یي کړئ