Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کریک سازمان افغانستان کې د پروژو لپاره ۴،۵ مېلیارد ډالر لګولي

د اسیا د پراختیایي بانګ مسوولین له طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي د مرکزي اسیا د سیمه‎يیزو همکاریو په سازمان یا کریک کې د افغانستان د غړیتوب له پیل راهیسې د دې سازمان څلورنیم مېلیارد ډالر مرسته په هغو پروژو کې لګول شوې چې افغانستان په‎کې شامل دی.

دوی زیاتوي د دغو پيسو ډېره برخه د اسیا پراختیایي بانک ورکړې ده.

د لوېدیځې او مرکزي اسیا په چارو کې د اسیا پراختیايي بانګ د سیمه‎يیزو همکاریو د برخې مسوول سفر پرویز په دې اړه وویل:«د مرکزي آسیا د سیمه ایزو همکاریو سازمان چې یوولس غړي لري د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه د څو اړخیزو فرصتونو د تنظیم لپاره جوړ شوی ترڅو هیوادونه په ګډه پر سیمه ییزو پروژو کار وکړي او په دې برخه کې افغانستان هم ډېره ګټه پورته کړې ده.»

د اسیا پراختیايي بانک مسوولین وايي هغه پروژې چې تراوسه د مرکزي اسیا د سیمه‎يیزو همکاریو پروګرام په چوکاټ کې عملي شوې په غړو هېوادونو او افغانستان کې د ترانسپورت، د وارداتي برېښنا د لېږد او سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې دي.

له بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په هېوادونو کې د بیخ بنسټونو لپاره د اسیا د پراختیايي بانک د مرستو لګول ګټور بولي.

افغانستان په ۲۰۰۵ز کال کې د مرکزي اسیا د سیمه‎يیزو همکاریو سازمان یا کریک غړیتوب ترلاسه کړ.

په اوسني وخت کې دغه سازمان د افغانستان په ګډون یوولس غړي لري. 

افغانستان په ۲۰۰۵ز کال کې د مرکزي اسیا د سیمه‎يیزو همکاریو سازمان یا کریک غړیتوب ترلاسه کړ. دم ګړۍ دغه سازمان ۱۱ غړي لري.

شریک یي کړئ