Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې لپاره د حکومت هڅې

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال، د هېواد د صنایعو په وړاندې د ستونزو د حل لپاره، د دولتي او خصوصي برخې په ګډه غونډه کې د کوچنیو او منځنیو صنایعو ونډه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمه بولي او وايي چې د هېواد د صنایعو د وضعیت د ښه‎والي لپاره، ګټور پروګرامونه لري.

د خصوصي او عامه برخې استازي د کورنیو صنایعو پر وړاندې د شته ستونزو د په ګوته کولو په موخه  راټول شوي دي.

په دې  غونډه  کې چې په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې د هېواد د محصولاتو لپاره د بازارموندنې په موخه جوړه شوې ده، د صنایعو د خاوندانو لپاره د ځمکو نشتوالی او نا امنۍ د هېواد د صنایعو د  خاوندانو پر وړاندې لویې ستونزې وبلل شوې.

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال فریداحمد مولوي زاده په دې اړه وویل:«امنیت په موږ پورې اړه نه لري، امنیت باید دولت موږ ته ټینګ کړي. خو نن موږ، د افغانستان صنایع له دولته ډېر مهمه شی نه غواړوي.»

بل پلو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د کورني تولید د ښه‎والي لپاره اړتیا ده چې د کورنیو صنایعو بنسټيزې ستونزې هوارې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مهمند وايي:«زیربنايي پروژې نشته، یوازې کابل باید حساب نه کړو. که‎چېرې موږ له کابله ۱۰ کیلومټره لیرې هم ولاړ شو، هرې خوا ته چې وګورو هلته له بې برېښنایۍ سره مخامخ کېږئ.»

اخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کوچنۍ او منځنۍ صنایع د هېواد د اقتصاد په  ښه‎والي او دغه راز د خلکو لپاره د کار د زمینې په برابرولو کې مهم بولي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال فیروزخان مسجدي څرګنده کړه:«اکثراً په کورنو کې تولیدات ترسره کېږي او یا هم ډېرې کوچنۍ کمپنۍ، خو ډېر شه تولیدات لري نو موږ څه ډول کولای شو چې دغو تولیداتو ته دننه او بهر کې بازار موندنه وکړو.»

اخوا د ملي تدارکاتو کمېسیون چارواکي وايي چې د صنایعو په برخه کې د هېواد د تولیدي ظرفیتونو د پېژندنې په موخه یې پروګرامونه په پام کې نیولې دي چې له مخې یې  به یې هفه تولیدي برخې چې د دولتي ادارو له اړتیاوو سره سم او پر نړیوالو معیارونو برابر تولیدات لري دولتي ادارو ته د توکو په پېرودلو کې زیاته ونډه تر لاسه کړي.

شریک یي کړئ