Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کوکنارو کښت مخنیوي لپاره د نشه‎يي توکو سره د مبارزې تګلاره

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت په ننګرهار ولایت کې کلیوالي کرنیز پروګرام پراخوي.

د یاد وزارت وزیره، سلامت عضیمي څرګندوي چې دا پروژه به ۲۲ میلیونه ډالره لګښت ولري او له مخې به یې کرونګر په شپږو ولایتونو کې د کوکنارو پر ځای نورو کروندو ته وهڅول شي.

نوموړې زیاتوي:«دا پروګرام سر له اوسه پیل او تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله پورې به دوام کوي او د بریالیتوب په صورت کې به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.»

په ننګرهار کې د کلیوالي کرنې د پراختیا د پروګرام له مخې چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د کوکنارو د کر د مخنیوي په موخه په آزمویښتي ډول عملي کیږي. کروندګرو ته د معیاري کرنې پر ښودولو سربیره د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې او د محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ زمینه هم برابرېږي.

بل پلو د ننګرهار والي، ګلاب منګل وایي، د نشه یې توکو د کرلو عواید د مافیايي ډلو جیبونو ته لویږي خو ددغو توکو تر ټولو ډیر زیان خلکو ته رسیږي.

نوموړی وايي، په ننګرهار کې د کوکنارو د کر د مخنیوي لپاره پروګرامونه په پام کې لري.«د معیشت بدیل هغه پروګرام دی چې موږ کروندګرو ته په پام کې نیولی دی او موږ به کروندګر قانع کړو چې تریاک ونه کري او پر ځای یې داسې بوټي وکري چې په ننګرهار کې ښه حاصل ورکوي.»

له نشه یې توکو سره د مبارزې وزیره وايي، د دغه پروګرام له ګټې به د ننګرهار۲۸ زره پنځه سوه کورنۍ برخمنې شي.

له نشه‎يي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې که دا پروګرام بریالی وه نو د هېواد په نورو سیمو کې به هم پلی شي

شریک یي کړئ