Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګرځندوی صرافانو نوم‎لیکنه پیل شوې ده

د مرکزي بانک چارواکو تېره ورځ(دوشنبې د کب۲۱مه) په هېواد کې د ګرځندویه صرافانو له نوم‎لیکنې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په هېواد کې د صرافانو د کار تنظیم په موخه د نوې مقررې له مخې نوم‎لیکنه روانه ده چې ټول صرافان به په دې بانک کې ثبت شي.

دغه بانک له صرافیو غوښتنې دي چې خپل فعالیتونه د صرافۍ د یوه شرکت په اډانه کې پر مخ یوسي او سربیره پر دې ټاکل شوې ده چې د واټونو د غاړو صرافان هم ثبت کړای شي.

د مرکزي بانک ویاند، ایمل هاشور وايي:«صرافاننو ته کارت ورکول کیږي چې موږ پوه شو په دې برخه کې څومره کسان کار کوي. یو شمېر مراحل مو په پام کې نیولي دي چې دوی باید خپله پېژندپاڼه راوړي د سیمې  وکیل یې تائيد کړي او یو څه هم بانک سره د ضمانت په توګه کېږدي.»

د واټونو پر غاړه صرافي د هغو کسانو لپاره له ګټې وټې ډکه سوداګري ده چې د اسعارو په تبادله کې مهارت لري.

له دې امله چې اوس مهال د واټونو پر غاړه د صرافانو پر کار هیڅ ډول څارنه نه کیږي او ان د افغانستان بانک په بازارونو کې د صرافانو پر شمیر نه پوهیږي ددغو ګرځنده  صرافیو له لارې د تورو پېسو د سپنینولو په تړاو اندېښنې زیاتې شوي دي.

عزت الله چې له کلونو راهیسې پر دې کار بوخت دی وايي چې د ورځې د لس زرو ډالرو پیر او پلور کوي.

صراف، عزت الله وايي:«مالومات څرګند نه دي، زیات او کم کېږي. یوه ورځ څلور او پنځه زره او یو ورځ هم ۱۰زره ېږي کله هم هیڅ کار نه کېږي.»

بل صراف، حفیظ الله زیاتوي:«اوس چې نه کات او نه هم جواز لرو، هیڅ هم نلرو. دا ښه اقدام دی چې کارت راکړي. خو داسې نه وی چې لومړۍ کارت ورکوي او بیا مالیه ترې اخلي او دلته موږ د ورځې ۱۰۰افغانۍ عاید رو که مالیه وایې نو موږ خپلې کورنۍ ته کار وکړو او که دولت ته.»

اخوا د صرافانو او د پېسو د خدمتونو د وړاندې کوونکو  د فعالیتونو د تنظیم د مقررې له مخې صرافۍ د ګرځنده صرافیو په څير نارسمي کارو بار نه شي کولی، خو د واټونو د غاړو یو شمېر صرافان وایي چې اوس مهال یو شمېر لویې صرافۍ لسګونه ګرځنده صرافۍ لري.

صراف عظیم الله څرګندوي:«ډېر وروڼه د مضاربت پر پیسو کار کوي. لکه د یوه ورو یې اخلي او پر مضاربت کار کوي او څه چې ترلاسه کوي هم یې خپله اخلي او هم یې دوی ته ورکوي.»

د افغانستان بانک وايي چې ددغه بانک د تګلارې له مخې په اوږد مهال کې به هېواد کې  د صرافیو  فعالیتونو د بانکونو او د صرافیو د شرکتونو له لورې پر مخ یووړل شي .

د افغانستان  بانک په دې وروستیو کې د صرافانو او د پېسو د خدمتونو د تنظیم د ادارې په مقررې کې بدلونونه رامنځته کړی څو د دې مقررې به پلې کیدو سره د هېواد د پېسو بر تنظیم سربیره د تورو پېسو د چلښت مخه ونیول شي.
 
د ګرځندوی صرافانو نوم‎لیکنه پیل شوې ده

د مرکزي بانک چارواکي وايي چې د پیسو خدمتونو او صرافانو فعالیت تنظیم مقررې کې بدلون راغلی دی او د پلې کېدو سره به یې د پیسو چارو ترڅنګ د تورو پیسو مخنیوی هم وکړي

شریک یي کړئ