Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۲۰۱۸ کال ترپايه د کاسازر پروزې عملي چارې پیلیږي

د برېښنا شرکت دوسنبې(د غويی۳۱مه) وايي چې د دې پروژې د طرحې کارونه او دغه راز تخنیکي چارې ۸۰ په سلو کې مخې ته وړل شوي دي.

د بریښنا شرکت وایي، د دې پروژې د عملي کولو لپاره لومړني کارونه بشپړیدو ته نېږدې شوي دي او ټاکل شوې ده چې د سږني زیږدیز کال تر پایه یې په افغانستان کې د عملی کار پیل شي.

د بريښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي وايي:«د درېیو راتلونکو میاشتو پورې افغانستان کې د کاسا زر پروژې د دیزاین کار پای ته رسیږي او عملآ به یې د  اکنورټ سټیشنونو هوکړې په افغانستان او پاکستان، او افغانستان کې به یې کار پیل شي.»

په همدې حال کې د انرژۍ او برېښنا د برخې کارپوهان وايي، د دې پروژې په پلي کیدو سره افغانستان کولای شي په اوږد مهال کې له کورنیو سرچینو پاکستان ته زیاتي بريښنا صادره کړي.

د انرژۍ برخې کارپوه، شکیب احمدنثار وايي:«اووه خالي میاشتې چې د کاسا پر لاره هېڅ برېښنا نشته، هغه ډول چې عمومي اکسس ټولو عمومي صادرکوونکو ته ورکړل شوی دی چې تاسو کولی شئ خپله برېښنا دې لین ته واچوئ او صادره یې کړئ.»

د کاسا زر پروژې په عملي کیدو سره د پاکستان او افغانستان لپاره د پوره بریښنا پر برابریدو سربیره به  افغانستان په کال کې شاوخوا ۴۰ ملیون ډالره له دې پروژې نه د  بریښنا د ټرانزیټ د حق په توګه تر لاسه کړي .

د اقتصادي چارو کارپوهان د دې پروژې پلي کیدل د افغانستان او سیمې د هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بولي.

کابل پوهنتون کې د اقتصاد استاد، سیدمسعود څرګندوي:«لومړۍ ګټه چې موږ یې لرو دا ده، افغانستان به له منځنۍ اسیا د آسیا سویل ته د خدماتی توکو، تولیدي اویا هم د انرژۍ لېږد لپاره ډاډ لیږلار وي چې دا کار موږ کړی دی.»

د مهال ویش له مخې کاسا زر پروژه به تر ۲۰۲۰زیږدیز کاله ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دې پروژې د وارداتي بریښنا مزي د ۷۵۰ کیلو مټرو په اوږد والي سره د هېواد له کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو په تیریدو د پاکستان پولو ته ورسیږي.

د بریښنا شرکت د مسوولینو په وینا د دې پروژې د رغولو د چارو په لړ کې به په هغو ولایتونو کې چې دا پروژه په کې پلې کیږي، پر ټولګټو پروژو څلویښت ملیون ډالره ولګول شي.

کاسا زر پروژه چې له مخې به  یې د قرغزستان او تاجیکستان هېوادونو نه ۱۳۰۰ میګاواټه بریښنا افغانستان او پاکستان ته ورسول شي، افغانستان او پاکستان کې د منځنۍ آسیا یوه تر ټولو لویه صادراتي پروژه ده

شریک یي کړئ