Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: غیردولتي بنسټونه حکومت د راپور پر ورکړې اړ دي

د هېواد په اقتصادي وده کې د نادولتي بنسټونو د رول څېړنې لومړنۍ غونډه کې شنبې( د کب۲۰مه) ولسمشر غني وویل چې دا بنسټونه اړ دي تر څو د خپلو کارکړنو په اړه حکومت ته راپور ورکړي.

ولسمشر غني د بې وزلۍ او وزګارتیا په برخه کې د نا دولتي بنسټونو پر کړنو نیوکه کوي او وایي په تېرو اوولسو کلونو کې نا دولتي بنسټونو د هېواد په بیلابیو برخو کې پروژه يي عمل کړی دی.

ولسمشر زیاته کړه، نا دولتي بنسټونه باید واحده بودجه ولري او حکومت ته د خپلو لګښتونو حساب ورکړي.

دی وايي:«د غیر دولتي بنسټونو کار پروژه یې وه کله چې په کال کې ۵۱۹۸ پروژې پلې کېږي نو آیا کړنې یې ګټورې وې؟ د نړۍ یوه برخه ماته ښکاره کړئ چې غیر دولتي بنسټونو فقر له منځه وړی وي.»

له بلې خوا ولسمشر غني وایي، راتلونکو کلونو کې باید د هېواد اقتصادي وده تر اته سلنې لوړه شي او دغه راز په کال کې د حکومت عاید تر اتو ملیاردو ډالرو وي.

وړاندې وايي:«سره له ډې چې نړیواله ټولنه له موږ سره صادقانه مرسته کوي  او موږ د ملګرو ملتونو بنسټيزې پراختیا زرنې(MDG) د بنسټيزو پراختیا موخو (SDG) کې په ښکته درجه کې یوو چې دا یوه ناکامي ده.»

اخوا د اقتصاد وزیر وایي، په ۱۳۹۵ لمریز هجري کال کې نا دولتي بنسټونو ډیری پروژې پراختیايي انډول ته په بې پامۍ پلې کړي دي او دغو پروژو اړینه اقتصادي اغیزمنتیا هم نه ده لرلې .

د اقتصاد وزیر، مصطفی مستور وايي:«دا پروژې په همغږې ډول له دولتي بسټونو سره نه دي نو د حیرانتیا خبره نه ده چې د سکتور لومړي‎توب نه دی په پام کې نیول شوی.»

بل پلو د اکبر بنسټ مسوول چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی دی د نا دولتي بنسټونو مخې ته د پرتو ننګونو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، تر اوسه د نادولتي ادارو  یو زرو اته سوو څلور پنځوس کارکوونکي له بریدونو سره مخ شوي دي او ددغو بنسټونو یو سلو دوه پنځوس کارکوونکي هم د کار پر مهال وژل شوي دي.

د اکبر موسسې رئیس، فیونا ګال څرګندوي:«موږ که چیري امنیت ونه لرو له خپلو پروژو په مستقیمه توګه څارنه نه شو کولای او باید په دې برخه کې د نادولتي موسسو وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.»

د نادولتي بنسټونو د فعالیتونو حساب ورکړه، د خلکو د اړتیاوو له مخې د پروژو عملي کېدل، په نا دولتي بنسټونو کې د کار د کیفیت لوړول، د افغانستان لپاره د پراختیایي اجنډا جوړول او د غیردولتي موسسو د لار د نقشې مشخصول، د نا دولتي موسسو لپاره د ولسمشر له لویو وړاندیزونو دي.

ولسمشر غني وايي چې په تېرو اولسو کلونو کې غیردولتي بنسټونو په پروژه‎يي ډول کار کړی او له همدې امله یې ګټور کار وکړي

شریک یي کړئ