Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ازبکستان سره د ټرانزيټي هوکړه‎لیکونو د لاسلیک په اړه هیلې

د سوداګرۍ او صنایع وزارت وایي چې افغانستان به له ازبکستان سره د ټرانزیټي هوکړې په لاسلیکولو سره له چین، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ونښلول شي، همدارنګه ازبکستان هم د افغانستان له ټرانزیټي لارې په ګټې اخیستو د سوېلي اسیا له هېوادونو سره خپلې راکړې ورکړې پراخولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې ازبکستان ته د ولسمشر غني په وروستي سفر کې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ټرانزیټي هوکړه لیک لاسلیک شو.د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، افغانستان ته دا موکه برابره شوه چې وکړای شي خپل توکي له ازبکستان څخه نورو اسیايي هېوادونو ته ورسوي؛ په داسې حال کې چې له دې وړاندې دا موکه نه وه او افغانستان یوازې کولای شوای له دغو هېوادونو مال وارد کړي.

 سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وویل:«مهمه دا ده له هغو لارو چې موږ ته تعیین شوي، هم د موټر له لارې، هم د ریل ګاډي له طریقه او هم د هوا له لارې خپل توکي ټرانزیټ کړو او هغه واګونونه چې په درېیم هېواد کې دي موږ له هغو استفاده وکړو، ځکه چې افغانستان واګون نه‎لري، دا د توکو د ټرانزيټ د کموالي او د رېل ګاډي له لارې چټکتیا د افغانستان لپاره به ډېر اړین او مهم به وي.»  

په داسې حال کې چې د رېل ګاډي له لارې له چین څخه د وارداتو بهیر په ټپه درېدل خو افغانستان د دویم ځلي لپاره د کراچۍ له بندره په ګټنې له چین څخه د توکو واردولو ته اړ دی،بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو له مخې په دغې لاره کې د ستونزو سربېره د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د پام وړ زیاتوالي په حال کې ده او د ازبکستان لاره هغه څو برابره کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلي په دې اړه څرګنده کړه:«له پاکستانه د توکو ټرانزیټ له یوې خوا ډېر وخت نیسي، لاره اوږده ده او له بلخوا کله ناکله له پاکستان سره د هېواد سیاسي اړیکې خرابېږي بیا د کراچۍ په بندر کې موږ ته ستونزې رامنځته کوي، او زموږ توکي درول کېږي او موږ ډېر لګښت ته اړ کېږو.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولینو پر وینا  د ازبکستان له لارې چین ته د افغان سوداګریزو توکو لېږد سربېره خپله دغه هېواد هم  ښه بازار لري.

د صنایعو د عالي شورا د اجرايي پلاوي رییس شبیر بشیري په دې اړه په ډاګه کړه:«له ازبکستان سره د یوه ټرانزیټي کږلېچ (دهلیز) ګټورتیا دننه په افغانستان کې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې خوځښتونو او کړنو پورې تړاو لري. د دغه دولت یو ډېر مهم اړخ افغانستان دی چې کولای شي له خپل سیاست او کړنو سره ملاتړ یې وکړي ترڅو په افغانستان کې د تولید کچه لوړه شي.»

ازبکستان د افغانستان هرات مزارشریف رېل پټلۍ له لارې هڅې کوي چې له ایران سره ونښلول شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې وزارت چارواکي وايي چې افغانستان کولای شي د ازبکستان له لارې، خپل توکي د منځنۍ اسیا بازارونو ته په ځانګړې توګه چین او روسیې ته عرضه کړي او له دې لارې خپله راکړه ورکړه پراخه کړي.

شریک یي کړئ