Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوېدیځ زون کې کرنیزو محصولاتو د کړي ارزښتونو د پیاوړتیا پروژې پیل

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره د افغانستان په لوېدیځ کې د کرنیزو تولیداتو ارزښتي کړیو څخه ملاتړ کوي.

دغه پروژه د کورنیو او نړیوالو بازارونو سره د افغان بزګرو اغېزمنې نښولونې په موخه د تولیدونکو او د خصوصي شرکتونو وړتیاوې پیاوړې کوي ترڅو له دې لارې په کرنیز سکټور کې له هر ‌اړخیزه ودې او د نویو دندو رامنځته کېدو څخه  ملاتړ وکړي.

د کرنیزو توکو ارزښتي کړیو پیاوړتیا د اقتصادي ودې لپاره یوه غوره ځواک رامنځته کوي. دغه درې کلنه پروژه د غنمو حاصلاتو لوړولو، د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د تولید او ګټې کچې لوړولو، د مالداري په برخه کې د نوي تکنالوژۍ د کارونې له هڅولو، او د ولایتي او ولسوالیو دولتي ادارو وړتیاوو لوړولو له لارې به د کرنیزو تشبثاتو او مالدارۍ پایدارې ودې څخه ملاتړ وکړي.

 د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ به دغه پروژه د بادغیس، فراه، هرات او نیمروز ولایتونو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاستونو په ملګرتیا سره تطبیق کړي.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې رییس ښاغلي هربرټ سمیټ په دي اړه وویل:«د کرنیزو محصولاتو ارزښتي کړیو ودې د لویدیځ زون پروژه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې کرنیزې سټراټېژۍ سره همغږي ده. موږ د پروسس کوونکو او د سوداګرو په شان د خصوصي سکټور همکارانو سره کار کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې لا نور افغان بزګر وکړای شي چې خپل محصولات په ښه بیه وپلوري، خپل کورنیو ته خوړه، او ماشومانو ته ښوونه او روزنه چمتو کړي. »

د دغې پروژې ګټه اخیستونکو ډله کې به کوچني او منځني سوداګرۍ، د کرنیزو لومړنیو توکو چمتوکوونکي، د خصوصی خدماتو چمتوکوونکي، سوداګر، ژرنده ګر او پروسس‌کوونکي، او تولیدونکې ډلې ګډون ولري. د کرنیزو محصولاتو ارزښتي کړیو ودې – لویدیځ زون پروژه به د ۵۷۰۰ کورني سوداګرۍ اړوند ۳۹ زره او ۹۰۰ وړو فارمونو خاوندانو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ(FAO) استازی ښاغلي تامیو شیچیري په دي اړه وویل «زموږ د کار اصلي موخه د کرنې او د خوړو امنیت له لارې په پایداره توګه د افغانانو د ژونډ حالت ښه کول دی، او خورا زیات خوښ یو چې په لوېدیځ زون کې د  ارزښتي کړیو د ودې لپاره دغې نوې پروژې کې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې سره ملګرتیا کوو. »

شریک یي کړئ