Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مدینې منورې ته د حج زیارت‎کوونکو الوتنې پيل شوې

مدینې منورې ته د حج لپاره د زیارت‎کوونکو یوې ډلې تګ سره دا بهیر پیل شول، د هېواد حج او اوقافو وزارت وايي چې سږ کال به کابو ۳۰ زره دې مراسمو ته ولاړ شي.

د دې بهیر الوتنې جمعه) د جنګاښ۲۲مه) له کابل څخه پیل شوی او د شنبې پر ورځ هم دوهمه الوتنه له ترسره شوې ده.

د حج او اوقافو وزارت وايي چې مدینې منورې ته د حج زیارت کوونکو ډله چې ۳۴۵ تنه په کې تنظیم شوي وو چې ولاړل.

د حج او اقافو وزیر، فیض محمد عثماني څرګندوي:«د تېرو کلونو په پرتله د حجاجو لپاره سمې چوپړتیاوې په پام کې نیول شوي دي. د ترانسپورټ، اوسېدو ځای، او خوړو لپاره یې چمتووالی مخکې له مخکې نیول شوی دی.»

دا وزارت زیاتوي چې په یاد شمېر کې به کابو ۵۰۰ تنه هم د شهداو له کورنیو شامل وي چې د حکومت په لګښت د حج مراسمو لپاره لیږل کيږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي د حج او اوقافو وزارت څخه غواړي تر څو سږ کال د دې بهیر سم مدیریت وکړي او همداراز له شرکتونو څارنه وکړي.

د ولسي جرګې غړی، خلیل احمد شهیدزاده وايي:«د هغې تجربې سره یې چې د حج او اقافو وزارت لري سږ وکولی شي چې دا بهیر په سمه توګه مدیریت کړي.»

د ولسي جرګې بل غړی، محمد فرهاد صدیقي زیاتوي:«د خصوصي شرکتونو سره د قانون او مقررې له مخې چلند وشي او څه یې چې هوکړه کړې ده او هغې باندې عمل وکړي.»

د حج او اوقافو وزارت وايي چې اوس مهال د کابل حامد کرزي او هرات هوايي ډګرونو څخه د زیارت‎کوونکو د لېږد الوتنې پيل شوې دي چې لنډ وخت کې به دا بهیر له کندهار او بلخ هوايي ډګرونو هم پيل شي.

د حج او اوقافو وزارت وايي چې مدینې منورې ته د حج زیارت کوونکو لومړۍ الوتنه کې ۳۴۵ تنه تنظیم شوي وو چې ولاړل 

شریک یي کړئ