Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناامنۍ او فراه کې د بخش‎آباد اوبو بند پروړاندې ستونزې

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو تېره ورځ(د کب۲۶مه)وویل چې د بخش‎آباد برېښنا بند پروژه د فراه ولایت او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته لوړ اقتصادي ارزښت لري، خو په سیمه کې به د نا امنیو پراختیا پر پروژې منفي اغېزې وکړي.
 
د بخش اباد بند د هېواد په لویدیځ کې له مهمو بندونو شمېرل کېږي چې د رپوټونو له مخې دغه پروژه به په نېږدې راتلونکي کې په کار پيل وکړي.

خو فراه ولایت کې وروستۍ نا امنۍ چې د اوسیدونکو په وینا د دغو نا امنیو یو لامل هم د دغه بند د کار لپاره د ستونزو جوړول دي چې د بریښنا وزارت چارواکي يې هم انديښمن کړي دي.

د اوبو او برېښنا وزیر د دفتر رئيس، محمدآصف غفوري څرګندوي:«د نا امنیو زیاتوالی او د دي حالت اوږدوالی به پرته له شکه چې د بخش‎آباد پر پروژې اغېزه وکړي، خو هغه څه چې مهم دي له دې پروژې د خلکو ملاتړ دی او هیله لرو چې ښه پر مخ ولاړه شي.»

بخش اباد بند د فراه ولایت د سیند پر یوه څنډه جوړیږي چې یو له مهمو بندوڅخه دی.

د دغه بند په جوړیدو سره به دهيواد په لویديځ کې ۸۰ زره هکتاره ځمکه خوړوبه او ترڅنګ به یي ۲۷ میګاواټه بریښنا تولید شي.

د ولسي جرګې غړی، نادرشاه بحر وايي:«حکومت باید دا روښانه کړي چې د بخش آباد برېښنا بند ستونزه که د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې ستونزه وي تر څو خلک پرېکړه وکړي او د ستونزو پر وړاندې ودریږي.» 

ویل کیږي چې د بخش اباد بند په جوړیدو سره به د اوبه روانې اوبه به د هلمند په سیند کې مدیریت شي.

له دې مخکې هم ددغه بند د جوړیدو په چارو کې یو قرار دادي شرکت له څو کلونو ځنډ سره مخ شو.

ویل کېږي چې د بخش آباد اوبو بند جوړولو سره به د هلمند سیند په حوزه کې د روانو اوبو مدیریت په سمه توګه وشي

شریک یي کړئ