Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نرګس نهان: د ملي شورا غړي د کانونو په ناقانونه ایستلو کې لاس لري

د کانونو وزارت  په ولسي جرګه کې د یو شمېر استازو دوسیې چې په خبره یې د کانونو په ناقانونه ایستلو کې لاس لري، د ملي امنیت شورا ته لېږلې دي.

د دغه وزارت سرپرسته وایي، د کانونو د قانوني کیندنو په وړاندې د داعش، طالبانو او زورواکو په ګډون د ولسې جرګې یو شمېر استازي هم خنډ ګرځي.

د کانونو او پټرویلم وزارت سرپرته د ناقانونه کان کیندونو د پوښتنې په ځواب کې وايي، په ننګرهار ولایت کې، داعش او طالب وسله‎وال په سمنګانو ولایت کې سیمه‎ییز زور واکي او له کابل څخه د ملي شورا یو غړی دوی ټول د هېواد د کانې زیرمې په چور لاس پورې کړی دی.

نوموړې د هېواد د کانوني زیرمو د ساتنې د ملي امنیت له کمیټې غواړي د ولایتي شورا او د ملي شورا هغه غړي چې په دغو ناقانونه کیدنو کې لاس لري باید پروړاندې يې جدي چلند وکړي.

اغلې نهان وویل:«ځینې دي چې په ملي او ولایتي شوراګانو کې کار کوي او دوی ته د ملي ګټو په پرتله خپلې شخصي ګټې په ځلونو ارزښت لري. د کابل د ودانیزو توکو قضیه مې چې یاده کړه د پارلمان یو وکیل دی پنځه شرکتونه چې کار کوي ملاتړ یې کوي او دوه نور شرکتونه چې رسمي تړونونه لري کار کولو ته نه پرېږدي.»

د کانونو او پټرویلم وزارت سرپرسته پر یو وکیل نیوکه بسندویه نه بولي او د ولسي جرګې کارکړنه د پوښتنې وړ بولي.

ګل محمد رسولي وویل:«ملي شورا دې د ځان لپاره نه پلمه کوي، هر څوک چې د ملي شورا او یا هم ولایتي شورا څخه وي، هر وکیل چې وي، هر زورواکی چې وي باید نوم یې واخیستل شي په ملي شورا کې هم دهغه نوم بربنډ شي او موږ هم وکړای شو له وزارت سره همکار واوسو.»

بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر دغه وزارت په نیوکې سره وایي چې هېواد کې د ناقانونه کان کیدنو مخنیوي سربېره باید دکانونو وزارت په پارلمان کې مافیايي کړۍ افشا کړي.

شریک یي کړئ