Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نوی زیږدیز کال او د سترو سیمه‎ییزو پروژو د پلي کولو پيل

کاسا زره او ټاپي هغه پروژې چې د هېواد د ناامنو برخو څخه تېرېږي، او هغه پروژې دي چې د عملي کولو بهیر یې په همدغه نوي زیږدیز کال کې پیلېږي.

د کورنیو چارو وزارت وایي د دغو پروژو د امنیت ټینګښت لپاره له نورو ادارو سره یوځای کار کوي او په دې اړه پروګرامونو باندې کار کوي.

کاسا زر پروژه د هېواد د حلقوي سړک د وروستۍ برخې د جوړېدو او د مچلغو بند د جوړېدو د پروژو په څېر ده چې عملي کار یې د هوا په تودېدو سره به پیل شي او ولسمشر د اقتصاد په عالي شورا کې ټینګار کړی دی چې د پروژو د امنیت ساتل په امنیتي پلانونو کې شاملېږي.

 د کورنیو چارو وزارت د پروژو د امنیت د ټینګښت لپاره د چمتوالي خبر ورکوي او وایي چې د نورو بنسټونو په همکارۍ جدي پلانونه په پام کې لري.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«هغه پروژې چې شته، په دې برخه کې ګډه ډله له اړوندو ارګانونو سره شتون لري. د کورنیو چارو وزارت د هغوی د امنیت د ټینګښت لپاره اړوند وزارتونه کار کوي او د دغو مهمو پروژو د امنیت د ښه‎والي لپاره، جدي پرېکړې شوې دي.»

اخوا ټاکل شوې ده چې تر یوه بل کال پورې په هرات کې د تاپي پروژې عملي کار پېل شي، د دې پروژې ځینې لارې هم نا امنې دي.

د کانونواو پټرولیم وزارت وايي چې پر امنیتي ځواکونو سربېره دغه وزارت هڅه کوي ترڅو   خلکو ته د پوهاوي په ورکولو او د هغوی د ملاتړ د خپلولو لپاره د دې پروژې د عملي کولو لاره هواره کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي څرګنده کړه:«له عامه پوهاوې څخه منظور دا دی چې موږ د افغانستان خلک د دغې سترې اقتصادي پروژې له ارزښته خبر کړو. موږ په هرات، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او ټولې هغه برخې چې د ټاپي نل‎لیکه له هغې تېرېږي، له سپین‎ږیرو، علما او ځوانانو سره د پوهاوي ورکړې غونډې جوړې کړې.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر حکومتي چارواکو ترې دې وړاندې د پروژې د عملي کولو او د پراخیتايي پروژو د لګولو پر وړاندې  نا امنۍ تر ټولو لویې ننګونې بللې دي، دغو نا امنیو په ځينو موردونو کې ان د پروژو د عملي کوونکو  ژوند اخیستی دی.

۲۰۱۸ زیږدیز کال، د ځينو سترو سیمه‎ییزو پروژو د عملي کولو د پیل کال چې له هغې ډلې کاسا زره او ټاپي پروژو یادونه کولای شو.

شریک یي کړئ