Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د وچو او تازه میوو د بیوو لوړوالی

وروسته له دې چې د هند او د سیمې یو شمېر هېوادونو سره د افغانستان هوایي دهلیز په ځانګړي توګه له هند سره د تازه او وچو میوو صادراتو په زیاتوالي سره د دغو میو بیې په بهرنیو هېواونو کې لوړې شوې دي.

دسوداګرۍ اوصنایعو خونې وایي دسیمې هېوادونو ته د ترانیزیت په ښه کېدو سره د افغانستان وچې اوتازه میوو مینوال زیات شوي او د غو میوو اوس دسیمې هېوادونو په ځانګړي توګه هند کې ښه بازار پیدا کړي دي.

د یادو خونو مرستیال، خان‎جان الکوزی څرګندوي:«د تېر کال په پرتله، هغه مڼې چې موږ صادرولې، من یې ۴۰۰، ۵۰۰ ان در ۷۰۰ پورې نه ترلاسه کېدې. موږ یې من دوه زره او دوه نیم زره او آن یو کیلیو یې په دوو او څلورو ډالرو پلورل کېږي.»

بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، په سیمه کې د پاکستان ترانزیټي لارې د بدیل پيداکولو سره اوس مهال د هېواد د صادارتو بهیر بیلابیلو هېوادونو په ځانګړي توګه هند ته ښه شوی دی.

دوی وايي، د هوايي دهلیز په پرانستلو سره د چابهار بند له لارې د سوداګریزو توکو لیږد رالیږد د هېواد په ګټه وو.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ترانزیټ رییس، محمد یحیې اخلاقي وايي:«د ملي یووالي حکومت د لومړي توبونو له ډلې د ترانزیت بدیل رامنځته کول دي. هغه بدیلونه چې د هېواد د اقتصاد د پراختیا لامل شي، د افغانستان د صادراتو زیاتوالي لامل شي، د چابهار بندر په کارونې سره.»

بلخوا یو شمېر سوداګر په سیمه کې د ترانزیټ ستونزې په هواري سره له حکومته غواړي چې د میوو په معیاري کیدو بنسته بندۍ او بیلابیلو برخو کې پانګونې جدب کړي.

دوی وایي اوس مهال د هېواد د صادراتو پروړاندې په دې برخه کې د بسته بندۍ نشتوالی دی.
 
د افغانستان دتازه میوې د پروسس او بسته بندې له ښه کيدو او نړیوالو بازارونو ته د دغو میوو له صادریدو ورسته دتازه میوو بیه دري برابره زیاته شوي ده

شریک یي کړئ