Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیوال بانک: د کابو۱۶سلنې افغان کورنیو یو غړی پناه‎غوښتونکی دی

د نړیوال بانک نوي راپور کې راغلي دي چې د کابو ۱۶ سلنې افغان کورنیو څخه یو غړی یې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي او پناه‎غوښتونکی دی او یا یې هم مخکې ژوند کاوه.

د دې راپور له مخې بهر کې افغان کارګر خپلو کورنیو ته د خپلو عوایدو لیږلو سره د افغانستان په اقتصادي حالت کې ونډه درلودلې ده، خو غوره اغېزې لپاره یې دولت باید د سمبالښت پالیسي د کډوالو مدیریت لپاره ولري تر څو د کارګرو تګ راتګ قانوني وي.

په دې راپور کې راغلي دي چې هر کال په افغانستان کې ۴۰۰زره کسان د کار بازار ته د ن نه کیږي او له ډلیې یې یوازې ۲۰۰ کار موندلی شي چې پاتې ۲۰۰زره یې دوه لارې لري، یو یې باید کډوال شي نورو هېوادونو ته او یا هم د موکې پیدا کېدو سره پانګونه وکړي.

په دې ډله کې هغه کسان چې نورو هېوادونو ته په غیر قانوني توګه د کار لپاره ځي یا غیر رسمي کارونه کوي او یا هم کمې پيسې ترلاسه کوي. بیا هم افغان مهاجر هغه عواید خپل هېواد ته لیږي ښایې په هېواد کې د ناخالصو عوایدو له لسو سلنې زیات وي.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار، حفیظ‎الله میاخېل وايي:«هغه څېړنه چې د کډوالو چارو وزارت ترسره کړې ده د کډوالۍ له کبله کابو اوه میلیارډه ډالره د کډوالۍ له کبله هېواد ته رادننه شوي دي. موږ د قانوني کډوالۍ لپاره طرحې په پام کې لرو او د وزارت نوي پالیسۍ کې به یې ځای کړو.»

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي دي چې افغان کارګرو ته دې قانوني زمینه برابره شي تر څو وکولی شي ښه لاسته راوړنې ولري او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه ولري. د خلیج حوزې هېوادونه او ترکیه د دې کارګرو لپاره مناسب ځای بلل شوی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، عبدالمفتاح عشرت احمدزي څرګنده کړه:«دا طرحه کولی شي چې له موږ سره ډېره مرسته وکړي تر څو موږ له نوي پروګرامونو سره د خبرو لړۍ پیل کړو. لکه څنګه چې موږ مخکې هم د یو شمېر هېوادونو لکه امرایت، قطر، سعودي عربستان سره خبرې کړې وې، دروازې موږ ته خلاصې وې او اوس هم کولی شو چې خبرې پیل کړو. خو دا به یوه اوږدمهاله پروسه وي.»

نړیوال بانک ویلي چې تر ۲۰۵۰ زیږیدیز کاله پورې د افغانستان نفوذ ۵۶ میلیونو تنو ته ورسیږي او ورسره به اقتصادي مهاجرتونه هم زیات شي.

د کارګرو ملي اتحادیې رئیس، معروف قادري وايي:«موږ په خلیج هېوادونو کې میلیونرونو هم میلیارډران لرو چې لویې پانګونې یې کړې دي او کولی شي چې په افغانستان کې هم پانګونه وکړي او ډېر شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، خو د فساد او نا امنیو له کبله نشي کولی چې پانګونه وکړي.»

د نړیوال بانک د راپور له مخې اوس مهال ۴،۸ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي که څه هم چې له ۱۹۹۰ کال راهیسې ډېرۍ مهاجرتونه د سیاسي حالاتو او جګړو له کبله ترسره شوي دي، خو دا کډوالي روسته له ۲۰۱۵زیږدیز کاله د اقتصادي ستونزو له کبله وه او دا شمېر ۵۰ سلنې ته رسېدلی دی.

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې د تړیوالو مرستو په پایله کې اقتصادي حالت ښه شوی، خو د کارموندنې په برخه کې کار نه دی شوی

شریک یي کړئ