Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

د هرات ولایت د کرنې او اوبو ریاست مقام وايي چې سږکال د دغه ولایت د انګورو په حاصلات کې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هرات د کرنې ریاست مسلکي مرستیال بشیراحمد احمدي وايي چې سږکال څه باندې ۱۳۵ زره ټنه انګور حاصلات لرل. 

د هرات د کرنې ریاست مسلکي مرستیال بشیراحمد احمدي په دې اړه زیاته کړه:«سږکال د بڼوالۍ وضعیت ډېر ښه دی. په ټول کې موږ څه باندې اته زره هکتاره ځمکه کې د انګورو بڼونه لرو، او زموږ د سږکال تولید به کابو ۱۳۵ زره مټریک ټنه وي.»

د هرات بڼوالان وايي چې څه باندې ۱۲۰ ډوله انګور په دغه ولایت کې تولیدېږي چې د دغې مېوې ډېری ډولونه له هېواده بهر ته صادرېږي.

د دغو بڼوالانو په وینا، د هرات د انګورو ډېری تاکونه د دغه ولایت په انجیل، ګذره، پښتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې دي.

یو شمېر بڼوال د بازار او سړو خونو نشتوالی او همداراز له دوی سره د حکومت د ژمنو له نه عملي کېدو شکایت لري.

بڼوال ګل احمد احمدي وايي:«هوايي ډګر دا وړتیا نه‎لري. ولسمشر وايي چې موږ کارګو افتتاح کړی خو وايي چې الوتکه ناسته نه‎شي کولای او چک کولای نه‎شو، دا د بزګرو په زیان دی.»

بڼوال سیدرحیم سادات هم وویل:«کله چې ولسمشر هرات ته راغی وې ویل چې د لاجوردو لار افتتاح کوو او ستاسو مېوې اسیايي هېوادونو ته صادروو له بده مرغه تراوسه هېڅ کار نه دی شوی.»

خو د هرات سیمه‎يیز چارواکي وايي حکومت هڅه کوي چې د دغه ولایت یوه اندازه تازه مېوې د لاجورد او هوايي دهلیز له لارې له هېواده بهر ته صادرې کړې.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه څرګنده کړه:«سږکال د هرات د مېوو د بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالي شاهد وو او موږ هیله لرو چې وکړای شو د هرات د محصولاتو څو چوپې د لاجورد او هوايي دهلیز له لارې سیمه‎ییزو هېوادونو ته صادر کړو.»

په هرات کې څه د پاسه ۱۲۰ ډوله انګور شته چې د انګورو ډیر بڼونه ددې ولایت په انجیل، ګذرې، پشتون زرغون او اوبه ولسوالیو کې دي.

شریک یي کړئ