Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاپي پروژې پیل؛ د ښکېلې خواو د همکاریو پر پراختیا ټینګار

له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ټاپي پروژې (د ګازو نل‎لیکې) کار نن د کب پر څلورمه هرات کې پیل شو.

په دې مراسمو کې چې په هرات ولایت کې ترسره شول د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان لومړی وزیر سیدشاهدخاقان عباسي او په بهرنیو چارو کې د هند دولت بهرنیو چارو سلاکار مبشر جاوید اکبر ګډون درلود.

ولسمشر غني د ټاپي پروژې پیل افغانستان کې د "بدلون پیل" وباله او ټینګار یې وکړ چې دا پروژه لوړ اقتصادي ارزښت لري، ده زیاته کړه:«دا پروژّه د خلکو دسترخوان بدلوي، دا پروژه د سلګونو میلیونو ډالرو عاید لامل کېږي او برېښنا او روښنايي راوړي.» 

دی زیاتوي:«د دې پروژې پیل د بې باوریو پای دی، د افغانستان راتلونکې ته د باور پیل دی. دا پروژه سیمه‎ييزې همکارۍ پراخوي او موږ له فقر څخه شتمنیو ته رسوي.»

ښاغلي غني د خپلو خبرو په دوام کوم ځانګړي هېواد ته اشاره ونه کړه، خو تلویحآ پاکستان ته یې په خطاب کې ویل چې هېڅ هېواد سره دښمني نلري  او خپلي ملي ګټې لټوي.

ولسمشر وړاندې وویل:«هیڅ افغان تېر وخت نه ګوري او راتلونکی ګورې، موږ افغانان له هېڅ هېواد سره دښمني نلرو او یوازې خپلې ملي ګټې لټوو او خوندي کوو یې او له سیمې سره همکاري غواړو.»

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر، شاهد خاقان عباسي وویل چې هېواد یې په سیمه کې د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو کې د ټیکاو ضامن دی او زیاته یې کړه چې د سیمې هېوادونه د پاکستان څخه متعهد همکار نشي موندلی.

ښاغلي عباسي وویل:«تاسو به د پاکستان څخه بل ښه  همکار پیدا نکړئ چې د سولې او ټيکاو ژمن ووسي.»

ده په سیمه کې له اقتصادي پروژو ملاتړ وکړ او د افغانستان بریا یې د پاکستان بریا وبلله.

همداراز د ترکمنستان ولسمشر، قربان قلي بردی‎محمدوف هم په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو پر پراختیا ټينګار وکړ.

ده د ټاپي پروژې پلي کول د ښکيلو هېوادونو لپاره لویه لاسته راوړنه او هغه یې د افغانستان پر منیت اغېزمنه وبلله.

ده زیاه کړه:«د دې پروزې د پلې کول لویه لاسته راوړنه ده او موږ یې اغېزه پر امنیت ووینو او سیمه ییزه هم کاری پیاوړې کوي ا و هېوادونه سره نېږدې کوي.»

همداراز د ترکمنستان ولسمشر ژمنه وکړه چې هېواد به یې د نورو پروژو پلي کولو زمنیه هم برابره کړي.

سره له دې د هند دولت بهرنیو چارو سلاکار مبشر جاوید اکبر د ټاپي پروژه په سیمه کې د همکاریو پر پیاوړي کولو اغېزمنه وبلله او زیاته یې کړه چې افغانستان د آسیا زده دی او باید کړکېچ په کې نه وي ځکه چې ټوله سیمه له ستونزو سره مخامخ کولی شي.

ده زیاته کړه چې د دې پروژې بشپړولو ته هند ژمن دی او خپله ونډه به ترسره کړي.
 
ولسمشر غني د ټاپي پروژې له پلې کولو سره هیله څرګنده کړه چې راتلونکی نسل د دې باور ته ورسیږي چې موږ د یوه لوی لیدلوري بنسټ کېښود دا چې پر فقر، افراطیت او بیکاریو غالب شي

شریک یي کړئ