Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرکال افغانستان ۶۵میلیونو بوټانو ته اړتیا لري

هېواد کې یو شمېر بوټ جوړوونکي سره له دې چې وايي هر کال د افغانستان خلک کابو ۶۵ میلیونو بوټانو ته اړتیا لري، خو زیاتوي چې په تېرو کالونو کې د بوټ جوړونې په برخه کې کار نه دی شوي او د اړتیا وړ بوټانو له ډلې یوازې کابو پنځه میلیونه بوټونه په هېواد کې تولیدیږي او پاتې نور له بهر څخه راواردیږي.

دوی همداراز زیاتوي چې د بریښنا د بیو د لوړیدو له امله نه شي کولای لوی ماشیونونه هېواد ته وارد کړي. 

خپله ستونزه د بریښنا نشتون او د بریښنا لوړه بیه، د کار خونو لپاره د ځمکې نشتوالی او د حمایوي تعرفو نشتوالی په هېواد کې د بوټ جوړونې کارخونو په وړاندې لویې ستونزې دي.

د هېواد د بوټ جوړونې د ټولنې رییس، آصف جامع څرګندوي:«اوس مهال موږ یو کیلواټ برېښنا په دولس نیمې افغانۍ اخلو او اړ یوو چې د کار لپآره له انساني ځواک څخه کار واخلو او له معیاري ماشینونو کار نه شو اخیستی.»

اوس مهال په افغانستان کې د بوټانو د څو کارخونو ترڅنګ سلګونه وړې کارخونې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په کار بوختې دي چې له دې کار خونو اوس د ډیرو ستونزو سره د معیاري  ماشین پرته کار کوي.

کابل کې د بوټونو جوړونې د کارخونې فني کار مند، محمد داوود  نورمحمدي وايي:«موږ ډېرې ستونزې لرو او کار هم شنته، حکومت باید زموږ ملاتړ وکړي، که مو ملاتړ وشي نو موږ به د هېواد اړتیا وړ ډېر بوټان تولید کړو او ښه کیفیت به ولري او که هېواد کې بوټان جوړ شي نو د خامو موادو کارخونو کار به هم پيل شي.»

په هېواد کې د بوټونانو او چرم د صنایع ودې لپاره د روښانه کړنلاې نشتوالی په دې برخه کې له جدي ستونزو دي.

له دې بوټ جوړوونکو یو شمیر يي وايي، که حکومت ترې ملاتړ وکړي کولای شي د بوټونو په برخه کې د هیواد ۵۰ سلنه اړتیا پوره کړي.

د دي سره چي افغانستان په سیمه کې د پوستکي ستر تولیدوونکی دی خو اوس مهال په هیواد کې د جرمي بوټان ډير کم تر سترګو کیږي.

شریک یي کړئ