Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د طالبانو ګواښونو له کبله د مخابرتي شبکو نه فعالیت

هلمند ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د څلورو ورځو راپدیخوا د مخابراتي شبکو بندیز لګول شوی دی او فعالیت نلري.

د هلمند والي، یاسین خان څرګندوي چې د مخابراتي شبکو مسوولانو ته د طالبانو تر ګواښونو وروسته، دې شبکو خپل فعالیت درولی دی او یوازې د هلمند مرکز، لښکرګاه ښار کې کار کوي.

دی زیاتوي:دوی( طالبانو) د مخابرتي شبکو مسوولانو ته خبر داری وکړی دی چې که فعالیت په ښارونو کې بند نکړي نو په ولسوالیو کې به یې مرکزونه تر برید لاندې راولي.موږ خبرې کړې او هغه هوکړهخ چې له دولت سره ده دا ستونزه هواره کړي.‎»

په همدې حال کې هلمند ولایت اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د بندیدو سره له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او د ژر فعالیدو غوښتنه یې کوي.

په همدې حال کې د هلمند ولایتي شورا هم له دې مسلې اندېښنه لري.

د ولایتي شورا رئیس، عطا الله افغان‎ څرګندوي:«مخابرتي شبکې د حکومت تر ولکې لاندې نه دي، او د طالبانو تر ولکې لاندې دي.‎»

په همدې حال کې د مخابراتو ریاست چارواکي په هلمند کې وايي چې د دولتي مخابراتي شبکې پراختیا په هڅه کې دي.

د هلمند ولایتي شورا غړي وايي چې اوس مهال د دې ولایت د ولسوالیو یوشمېر بخرې د دولت مخالفو وسله‎والو په لاس کې دي

شریک یي کړئ