Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'هېواد کې۹۰سلنه کورنۍ د خپلو بنسټیزو اړتیاو د برابرولو وس نه لري'

د ګالوپ نړیوال بنسټ د روانې زیږدیزې میاشتې په وروستیو کې د افغانانو د ژوندانه د وضعیت او په هېواد کې د خوراکي توکو د مصوونیت په تړاو د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې دي.

 د دغو څېړنو له مخې د هغو کسانو سلنه چې ویلي دي په خپلو عوایدو سره د خپلې کورنۍ اړتیاوو نه شي پوره کولای، په ۲۰۱۷ز کال کې له ۸۳ سلنې په ۲۰۱۸ز کال کې ۹۰ سلنې ته زیاته شوې ده.

د دغو څېړنو په یوې بله برخه کې ۵۷ سلنه افغانانو ویلي دي چې په سختۍ سره کولای شي لږ تر لږه خپل د اړتیا وړ خوراکي توکي برابر کړي.

اخوا د اقتصاد وزارت دا شمیرې ردوي او وایي چې اوس‎مهال د هېواد څه باندې ۴۴ سلنه وګړي د خوراکي خوندیتوب په نشتوالي کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند محمد یونس سالک وویل:«هغه شمېرې چې هغوی وړاندې کړې دي، د هغوی خپلو مطالعاتو ته ورګرځي. خو هغه څه چې موږ یې د معتبرو او رسمي شمېرو په توګه لرو، زه یې تاسو ته وړاندې کوم چې موږ د نړیوال بانک له همکارۍ سره ترسره کړي دي.» 

په دې حال کې ځینې هېوادوال وايي چې د عوایدو کچه یې کمه ده او په ستونزو سره کولای شي د خپل ژوند لګښت پوره کړي.

نجیب‎الله چې د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکی دی څرګندوي:«د هغو ښوونکو لپاره چې اوه زره معاش لري، ډېر کم دی، نه شي کولای چې له دغه معاشه خپل ژوند مخته بوځي.»

عبدالصمد چې هغه هم کابل ښار کې د واټ غاړو ته توکي پلوري وايي:«د سړک غاړې ته د توکو د پلور له پیسو سره، نه د کور کرایه پیدا کېږي او نه هم د کور خرڅ. ماشومان نه شي کولای زده‎کړې وکړي.» 

په همدې حال کې په اقتصادي چارو کې ځينې کارپوهان وايي چې حکومت باید د خلکو د ژوند ښه‎والي لپاره اوږد‎مهالي پروګرامونه ولري.

په هېواد کې د یوه امریکايي بنسټ څېړنې ښيي چې نوي سلنه کورنۍ د لږ عاید له لرو سره نه شي کولی خپلې بنسټيزې اړتیاوې پوره کړي.

د پوهنتون استاد منصور هدایت څرګنده کړه:«په افغانستان کې د ژوند د ستوزو د حل لپاره باید کار وکړو، په ځانګړې توګه بېلابېل نړیوال سازمانونه چې په دې برخه کې فعالیت کوي، باید هغوی تنظیم کړو څو په دې برخه کې کار وکړي.»

په دغو څېړنو کې د تېر کال وچکالۍ، جګړې او د هېواد نا څرګند سیاسي وضعیت د خوراکي توکو د مصوونیت نشتوالی بلل شوی دی.

شریک یي کړئ