Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې انلان کاروبار او مخې ته یې پراته خنډونه

په ورستیو کلونو کې هېواد کې په انلاین توګه د توکو د پلور شرکتونو کاروبار ښه شوی دی.

د شمېرو له مخې په تېرو یو کال کې د انلاین بازار پېرېدونکي لس برابر زیات شوي او اوس مهال په پلازمینه کې له سلو زیات د انلاین پلورشرکتونه کارکوي.

ورته مهال د انلاین شرکتونو مسولین د امنیت نشتون د دوي له مهمو ستونزو څخه دی.

په کابل کې د انلاین پلورنځیو د یوې ډلې مسوول، سید حسیب میرزاده څرګندوي:« اوس مهال څو پلورنځیو ته موږ توکي ورکوو، او موږ هم دلته څو پلورنځي لرو تر څو خلکو ته په آنلاین ډول توکي وپلورو.»

خو د سوداګرۍ دا بڼه چې پېریدونکی د ټېلفون او یا انټرنټ له لارې خپل د خوښې وړ توکي انتخاب او د کور د وره مخې ته پېري؛ له ننګونو سره هم مخ ده.

 حسیب الله په یوه آنلاین شرکت کې تر کوره د توکو د رسولو په برخه کې کار کوي . نوموړی چې په یوه پښه ټپي شوی دی وايي په وروستي ځل د غلو په لومه کې کېښوت او د توکو پر غلا کولو سربېره یې په چړې سره ټپي کړ.

په کابل کې د یوه انلاین شرکت کارکوونکی، حسیب الله وايي:« ما اوومې ناحیې ته یو فرمایش یووړ، او پېرېدونکي زه یوې کوڅې ته وبللم، هلته پر ما کابو شپږ او اوو کسانو له چاقو او بکس پنجې بریدوکړ، غوښتل یې موټر سیکل رانه واخلي، په پښه یې ټپي کړم او بیا وتښتېدل.»

په کابل کې د یوه آنلاین شرکت د بازار موندنې د برخې مسوول، مسیح الله ستانکزی زیاتوي:« ښار کې بنسټیز کارونه نه دي شوي، موږ نه پوهېږو چې څه ډول پته پیدا کړو او نا امنیو هم زموږ ستونزې زیاتې کړې دي.»

 په دې تړاو مو د کورنیو چارو وزارت نظر تر لاسه نه کړای شو.

 اوس مهال په پلازمېنه کې پر بېلابېلو لوکسو بازارونواو پلورنځیو سربېره سلګونه انلاین شرکتونه او واړه شرکتونه چې د پلورنځیو  لپاره یې په انلاین توګه د بازار موندنې لاره هواره کړې ده؛ فعالیت کوي.

ورته مهال د انلاین شرکتونو مسوولین وايي د امنیت نشتون د دوی له مهمو ستونزو څخه دي.

شریک یي کړئ