Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د برېښنا لګښت څار او اوټوماټیک میتر لوستو سیستم فعالیت

د بریښنا شرکت چارواکو تېره ورځ(یک‎شنبې د کب۲۰مه) هېواد کې د اوټوماتیک میتر لوستو او د برېښنا کاروونکو لخوا د لګښت څار سیستم له په کار اچولو خبر ورکړ.

د اټوماټیک میټر لوستلو د سسټم په فعالیت سره د بریښنا شرکت د کاروونکو په ځیرک ټيلفونونو کې د میټر لوستلو سیسټم نصبېږي چې له مخې یې کاروونکی کولی شي د بریښنا له مصرف نه خبر شي او  له بل پلوه به د میټر لوستو پر مهال د بریښنا بیل کاروونکي ته «انلاین» استول کېږي.

د برېښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي څرګندوي:«دا پروګرام له مخې کابل کې پیل شوی دی  او ټاکل شوې ده چې د کال تر پایه ټولو ښارونو ته ورسیږي.»

مکروریانو کې د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکی، عبید وايي:«دا سیسټم د کاروونکو له مېترونو سره نښلول کېږي او له دې سره هم‎مهاله سیمې ته ځو او د مشترکانو ته بل هم ورکوو.»

تر دې وړاندې د بریښنا یو شمېر کاروونکو د بریښنا شرکت د کارکوونکو له لوري د میټر په لوستو کې پر ستونزو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وه چې دغه کارکوونکي خپلو حسابونو کې د تېروتنو له امله ترې ډېرې پېسې اخلي.

د کابل خیرخانې اوسېدونکی، محمدنسیم وايي:«میترونه زاړه دي او سم کار نه کوي، هیله ده چې ژر بدل شي او له ډیجیتالي سره زموږ ستونزې هم هوارې شي.»  

اخوا د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د کاروونکو له لورې د بریښنا د لګښت د پېسو د نه ورکوونې د مخینوي لپاره دغه شرکت په پام کې لري چې بازارونو ته د بریښنا د لګولو  کریډيټ کارټونه وړاندې کړي.

سپاټ بیلینګ یا په اټومات ډول د میټر لوستل هغه لړۍ ده چې له مخې یې کارونکي په خپله د بریښنا د لګښت پر بهیر څارنه کوي 

شریک یي کړئ