Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې پر ایران د امریکا بندیزونو په اړه اندېښنې

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان اندېښنه لرې چې ښايي پر ایران د امریکا متحده ایالاتونو بندیزونه به د افغانستان او ایران ترمنځ پر سوداګرۍ ناوړه اغېزه وکړي.

دا چارواکي زیاتوي چې اوسمهال ایران په سیمه کې د افغانستان لومړی سوداګریز شریک دی او افغان پانګه‎وال غواړي د ایران له لارې له هند سره هم خپلې سوداګریزې اړیکې زیاتې کړي.

دوی وایي، په ایران د امریکا اقتصادي بندیزونه به د دواړو هېوادونو په سوداګرو ناوړه اغیزه وکړي.

د سوداګریو خونو د عامل پلاوي رئيس، عتیق الله نصرت وايي:«دا یوه اندېښنه ده او آن اوس موږ چې دا بندیزونه به پر کومې برخې وي او موږ خپلې اندېښنې د امریکا سفارت اقتصادي برخې سره هم شریک کړي دي، دوی هم نه پوهیږي چې دا بندیزونه پر کومې برخې دي.»

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په دې اړه کوم روښانه نظر نه لري خو وايي، افغانستان د خپلو ملي ګټو پر بنسټ هڅه کوي چې د سیمې او ایران له سوداګرو سره په سوداګریزو چارو کې ستونزه رامنځته نه شي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند، مسافر قوقندي زیاتوي:«ښايي دا بندیزونه د ایران پر اقتصاد اغیزې ولري، خو موږ د ملي ګټو پر اساس د ترانزیت لپاره له هرې لارې کار اخلو چې ستونزې زموږ سوداګرۍ سره مخامخ نشي او ایران هم د هغې برخه ده.»

دوی وايي، له ګاونډیو هیوادونو سره د ترانزیټ او د سوداګریزو چارو د بدیل لارو لټول د هېواد د بهرنیو سوداګرود ستونزو یوازینۍ لاره ده.

بلخوا د اقتصادي چارو کار پوهان له حکومته غواړي له سیمې د سوداګریزې اړیکو ښه کیدو په موخه دوه او څو اړخیزو هوکړو باندې کار وکړي.

وروسته له هغې چې امریکا متحده ایالاتونو د ایران له اټومي هوکړې وتلې، پر تهران د واشنګټن د بندیزونو وضع کولو لړۍ یو وار بیا پیل شوې ده

شریک یي کړئ