Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو ۵ میاشتو کې د ډالرو په وړاندې افغانیو ارزښت ۵ سلنه کم شوی

مرکزي بانک وايي چې په پنځو وروستیو میاشتو کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت پنځه سلنه کم شوی دی.

د دغه بانک د ویاند اېمل هاشور په وینا یوازې د روان کال په غوايي میاشت کې د امریکايي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت دوه سلنه کم شوی دی.

دم‎ګړۍ یو امریکايي ډالر په بازارونو کې څه باندې ۷۹ افغانیو بدلېږي.

هېواد ته د توکو په وارداتو کې له حده زیات د ډالرو کارول او همدارنګه د سترې سوداګریزې کسر شتون، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت په کموالي د پام وړ اغېزه لرلې ده.

په یوې وروستۍ میاشت کې، په بازارونو کې د ډېریو توکو بیه مخ په لوړېدو ده.

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیه تر یو اعشاره اووه سنلې زیاتوالی موندلی دی.

په بازارونو کې د افغانۍ د ارزښت کموالی او د توکو د بیې لوړوالی، تر ټولو ډېر کم عایده هېوادوال او همدارنګه له ثابت عاید سره هېوادوال زیانمنوي.

په پلازمېنه کې پلورونکي، وايي چې دغې ستونزې د خلکو د پلور وس کم کړی او په پای کې په بازارونو کې د پلور کچې کموالی رامنځته کړی دی.

شریک یي کړئ