Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولایتي شورا: هلمند کې پراختیايي پروژې د طالبانو عایداتي سرچینې دي

د هلمند ولایتي شورا وايي پدغه ولایت کي ډېری پرمختیايي پروژي د وسله‎والو طالبانو لپاره عایداتي سرچيني دي.

د دغه شورا رییس، عطالله افغان څرګندوي په نا امنه سیمو کې د پرمختیايي پروژو څخه د باج اخیستو تر څنګ آن د په امن سیمو کې هم وسله‎والو طالبانو د یو شمېر پرمختیايي پروژو پر سر مالیه اخلي.

ښاغلی افغان زیاتوي:« ښه مثال یې د چنجیر سرک دی چې طالبانو پیسې په کې واخیستې او ورته نورې پروژې هم دي چې پرته له مرکز لشکرګاه ښار څخه او کله هم په دې ښار کې هم د شرکت مالکانو سره اړیکه نیسي او ورته وايي چې پیسې راکړئ او کله چې زموږ په سیمو کې کار کوئ بیا به له ستونزو سره مخامخ کېږئ، نو خلک اړ باسي چې پیسې ورکړي.»
د ولایتي شورا رییس دغه څرګندوني په داسي حال کې کوي چې تېر مالي کال کې په هلمند کې ۱۲۱پرمختیايي پروژې ګټې اخیستو ته وړاندې شوې.د مسولینو په خبره په تېر مالي کال کې يې هلمند ولایت کي ۱۲۱ پرمختیايي پروژې پلي کړي دي او په ډېر کم شمېر کې پروژې د یولړ ستونزو له امله راتلوونکي کال ته وځنډیدلې.

خو د هلمند والي یاسین خان وايي د نورو کلنو په پرتله روان کال کې د امنو سیمو د پراخوالي له امله ډېرې پروژې پلي شوي، او تمه لري په راتلونکي کال کي د نورو کلو په پرتله ډيري پروژي پدغه ولایت کې منظور شي.

دی زیوي:«سږ کال به پروژې لا هم زیاتې شي، هغه به د بندونو، زراعت او برېښنا په برخه کې وي.

هلمند د هېواد د نا امنه ولایتونو له ډلې څخه دي چې ځله پدغه ولایت کي د نا امنۍ د پرمختیايي پروژو د ځنډ او خنډ لامل ګرځي.

د هلمند والي یاسین خان وايي د نورو کلنو په پرتله روان کال کې د امنو سیمو د پراخوالي له امله ډېرې پروژې پلي شوي

شریک یي کړئ