Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ولسمشر بادغیس کې د وارداتي برېښنا یوه پروژه ګټنې ته وسپارله

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۴ مه) بادغیس ولایت ته په سفر کې په دغه ولایت کې له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا ۱۶ مېګاواټه برېښنا پروژه ګټې اخیستو ته وسپارله.

د ترکمنستان له رباط کشان څخه د بادغیس ولایت مزکر ته د وارداتي برېښنا د مزي غځولو پروژه شپږ کاله مخکې پیل شوه او ټاکل شوې وه چې د یونیم کال په اوږدو کې پای ته ورسېږي.

د دغې پروژې له ګټې اخیستو سره د بادغیس د مرکز قلعه نو ۷ زره کورنۍ له وارداتي برېښنا نه برخمنې شوې او ټاکل شوې چې ډېر ژر د دغه ولایت د قادس، مقر او ابکمري په زرګونه اوسېدونکي هم له دغه وارداتي برېښنا نه برخمن شي.

له دې مخکې د بادغیس د مرکز یو شمېر اوسېدونکي له حراراتي برېښنا برخمن وو چې د هر کیلوواټ برېښنا په بدل کې یې شپاړس افغانۍ ورکولې خو د دې پروژې په ګټې اخیستو سره د هر کیلوواټ برېښنا لګښت شپږو افغانیو ته راکم شوی دی.

ولسمشر په دې اړه وویل:«د نوموړي سب شتېشن له پرانیستو سره، په بادغیس کې د هر کیلواټ برېښنا بیه له ۴۰ افغانیو ۶ افغانیو ته ټيټه شوه. په تېر کې، بادغیس د ورېښو لارې یوه لویه لاره وه او دا ولایت د ډېرو پانګو په ځانګړې توګه د بشري پانګو په لرلو سره، په یوه پرمختللي ولایت به بدل شي.»

د دې پروژې له بشپړېدو سره په یو وخت د افغانستان او ترکمنستان د اوبو او برېښنا د وزیرانو ترمنځ یوه بله هوکړه هم لاسلیک شوه چې له مخې به یې د ترکمنستان له اتامراد څخه د جوزجان خم آب او قرقین ولسوالیو ته ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا ولېږدول شي او په دغو ولسوالیو کې به د برېښنا دوه سب ستیشنونه هم جوړ شي.

د ترکمنستان د برېښنا وزیر پروچیکوف چاري مراد په دې اړه څرګنده کړه:« پوره باور لرم چې په بېلابېلو برخو کې زموږ د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو او همکاریو په پراختیا سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاپیاوړې او د خلکو د ژوندانه وضعیت به ښه شي.»

له ترکمنستانه تر قلعه نو پورې د ۵۲ کیلومټرو په اوږدوالي د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا د مزو د غځولو او د برېښنا د سب ستیشن د جوړولو کار چې لومړی یوه ایراني شرکت ته سپارل شوی و د څوارلس مېلیون ډالرو په لګښت د یوه کورني شرکت لخوا بشپړ شوی دی.

شریک یي کړئ