Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: د عربستان حکومت به له امریکې پرته دوه اوونۍ هم دوام ونه کړي

د امریکا ولسمشردونلډ ټرمپ په میسیسیپي ایالت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې پر څو هېوادونو نیوکې کوي.

یو دا هېواد سعودي عربستان دی چې ټرمپ د تېلو د نړیوالې بیې په اړه ورسره اختلاف لري. ټرمپ وايي چې سعودي عربستان به د امریکا له مرستې پرته دوه اوونۍ هم دوام ونه کړي.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې اړه وویل:« پر ما شاه سلمان ګران دی، خو هغه ته مې وویل شاه! موږ له تاسو ساتنه کوو، له موږ پرته ښايي تاسو دوې اوونۍ هم هلته نه وئ، باید تاسو پوځي لګښتونه ورکړئ.»

د امریکا ولسمشر د چین بیارغونه هم د واشنګټن د اقتصادي مرستو له امله ګڼي.

هغه زیاته کړه:« موږ د چین بیارغونه کړې، دوی ډېرې پيسې اخیستي، زما ولسمشر شي خوښېږي، خو هغه ته مې وویل چې نور نه‎شو کولای دغه کار ته دوام ورکړو.»

ټرمپ په دغه وینا کې د ایران چې د ترهګرۍ لوی ملاتړی یې بولي هېڅ یادونه ونه‎کړه.

ټرمپ د ایران له اتومي موافقې بهر شوی او سعودي عربستان د دغه اقدام له ملاتړو څخه دی خو ایران بل ډول نظر لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې اړه څرګنده کړه:« تاسو ته ډاډ درکولای شو چې امریکا به هېڅکله لاښې موافقې ته ونه رسېږي.»

دا په داسې حال کې دی چې د عدالت نړیوالې محکمې د امریکا لخوا د بندیزیونو په اړه د ایران د شکایتونو له څېړلو وروسته د تهران په ګټه رایه ورکړه.

دغه محکمه له واشنګټنه غواړي پر ایران د خوراکي توکو او درملو په شان بشردوستانه توکو او همداراز د ملکي الوتکو د وسایلو بندیزونه لیرې کړي.

ټرمپ په دغه وینا کې د ایران چې د ترهګرۍ لوی ملاتړی یې بولي هېڅ یادونه ونه‎کړه. که څه هم امریکا د ایران له اتومي موافقې بهر شوې خو سعودي عربستان د دغه اقدام له ملاتړو څخه دی.

شریک یي کړئ