Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر۱۸۹پروژو د دولتي او خصوصي پانګونې چمتووالی

دمالیي وزارت د خصوصي اودولتي برخو د ګډې پانګونې لپاره د ۱۸۹ بیلابیلو پروژو د نوملړ له جوړیدو خبر ورکوي، د یاد وزارت چارواکي وایي چې له دغې ډلې ۴۶یې د کرنې،بریښنا تولید او صنایعو په برخه کې دي چې لومړي‎توب ورکړی شوی دی.

د عامي او خصوصي مشارکت رئیس، عبدالمومن منصور وايي:«په دې یو نیم کال کې مو پنځه پروژې د قرارداد تر پړاو ورسولې او دا پروژې اخیستل شوې دي چې د لومړني پانګونې ارزښت یې ۳۲۸  میلیونو ډالرو ته رسیږي.»

د عامه او خصوصي مشارکت د طرحې له مخې چې مخ پر ودې هېوادونو لپاره د پانګې د جذب غوره تجربه ګڼل کېږي، حکومت او خصوصي سکټور په ګډه، هېوادونو کې د پانګونې د ودې لپاره زمینه سازي کوي.

په همدې حال د سوداګرۍ او صنایعو خونه که څه هم د دولت او خصوصي سکټور ګډه پانګونه د هېواد په ګټه بولي، خو وايي په دې برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

د سوداګرۍ خونو ویاند، صیام پسرلی زیاتوي:«د عامه او خصوصي مشارکت قانون یو ښه قانون دی، خو د پلې کولو لپاره یې باید چې بستر جوړونه وشي او باور جوړونه وشي. شته ستونزې د امنیت نشتوالی، اداري فساد دی چې باید ورسره مبارزه وشي. امنیت تامین شي چې د دې قانون له مخې افغانستان کې پانګونه وکړو.»

که څه هم د دولت او خصوصي سکټور د ګډې پانګونې د طرحې کارونه د افغانستان نویو تجربو کې شمېرل کېږي، خو د مالیې وزارت وايي، تر اوسه په دا ډول پنځو ګډو پروژو افغانستان کې له درې سوه ملیونه ډالرو زیاته پانګونه شوې ده.

مالیې وزارت وايي، د دولتي او خصوصي پانګونې لپاره د ۱۸۹  پروژو له ډلې ۴۶ پروژې د کرنې، د برېښنا تولید او صنایعو په برخه کې دي چې پر به ګډه پانګونه وشي

شریک یي کړئ