Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر ټاپي پروژې پانګونې ته د سعودي عربستان لېوالتیا

په کابل کې د ترکمنسان سفارت د مالوماتو له مخې د «ارمکو» په نامه د سعودي عربستان یو شرکت د ټاپې پروژې څخه د مالي ملاتړ لپاره خپلې څیړنې پیل کړي دي.

د سعودي عربستان رسنیو د دغه هېواد د انرژۍ، صنایعو او منرالونو وزیر له خولې ویلي دا هېواد د ترکمنستان د ګازو د نل لیکې په پروژه کې پانګونې ته چمتو دی.

په رپوټ کې راغلي سعودي عربستان لیوالتیا لري د دې پروژې په لومړۍ برخه کې چې ترکمنستان دی پانګونه وکړي.

که څه هم په تاپي پروژه کې د عربستان د پانګونې کچه نه ده روښانه شوې، خو د کانونو وزارت وايي په دغه پروژه کې د عربستان شاملېدل د کار د چټکتیا لپاره ګټور کېداي شي.

د کانونو وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی وايي:« زموږ دریځ د بین الحکومتي ژمنو پر اساس دی، خو که پر پروژې پانګونه کېږي، یا پروژه پراخه کېږي او یا هم اقتصادي ګټې یې زیاتې کېږي، نو افغانستان هم ترې ګټه اخلي.»

د ترکمنستان د ګازو نل لیکه چې په هغې سره به په کال کې د ترکمنستان ۳۳ میلیارد مترمکعبه ګاز، افغانستان، پاکستان او هند ته ورسېږي، د سیمې یوه لویه پروژه ده.

د کانونو برخې یو شمېر کارپوهان په دغه پروژه کې د سعودي عربستان شاملېدل د نوموړې پروژې په وړاندې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو د اواري لپاره ګټور بولي.

د کانونو برخې کارپوه، سیدزمان هاشمي څرګندوي:« د سعودي هربستان پانګونه له سیاسي او اقتصادي اړخه ګټوره ده. له اقتصادي پلوه زموږ مالي سرچینې تامینوي او له امنیتي پلوه ښکېلو هېوادونو ته ډاډ رامنځته کوي همداراز دا چې پاکستان او سعودي عربستان نېږدې اړیکې لري او په دې پروژه کې ښکېل ووسي.»

د ترکمنستان د ګازو نل لیکه چې د غځولو لپاره یې په ترکمنستان او افغانستان کې لومړني کارونه پيل شوي، په څلورو هېوادونو کې به د ۱۸۴۰ کیلومترو په اوږدوالي سره وغځول شي چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان په سویلي او لوېدیځو ولایتونو کې تېرېږي.

د کانونو اوپیټرولیم وزارت پر ټاپي پروژه د سعودي عربستان پانګونه ګټوره بولي

شریک یي کړئ