نن په رسمي توګه په هرات کې د ولسمشر غني له خوا د ملکیت د ثبت او سندونو د وېش بهیر پيل شو.
د دغه بهیر په لومړي بهیر کې د هرات ښار په پلاني سیمو کې د ملکیت پنځه سوه قانوني سندونه وویشل شول.
ولسمشر غني په دغه ولایت کې په همدې اړه په یوې جوړې شوې غونډه کې وویل چې حکومت غواړي د غاصبانو د مخنیوي په موخه د ملکیت سندونه ووېشي.
ښاغلي غني څرګنده کړه:«تاسو ته زموږ ژمنه دا ده چې ستاسو جایدادونه خوندي کوو او په حکومت کې حکومتوالۍ اصلاحات نه بلکې وسیله ده.»
د ځمکو د خپلواکې ادارې په وینا تر اوسه پر ۴۰۰ زره کورنیو د ملکیت سندونه وېشل شوي دي او تر ۲۰۲۰ زیږدیز کاله به دا شمېر یو مېلیون کورنیو ته ورسېږي.
د ځمکو د خپلواکې ادارې عمومي رییس جواد پیکار په دې اړه وویل:«د رسمي او غیر رسمي سیمو ترمنځ د تبعیص حل، د دغه پروګرام یو له اصلي چورلیزونو څخه دی چې نور په هرات کې لومړی او دویم درجه هېوادوال نه وي.»
اخوا د هرات والي اصف رحیمي وایي چې د قانوني ملکیت د سندونو وېش د ملکیتونو ارزښت او اعتبار زیاتوي.
ښاغلي رحیمي په ډاګه کړه:«له شک څخه پرته چې دغه پروګرام د ځمکو او املاکو د غصب او د املاکي ستونزو په کموالي کي مثبتې پایلې لري.»
د ځمکو خپلواکه اداره وايي چې ډېر ژر به د هېواد په اتو لویو ولایتونو کې د ځمکو د ثبت او د قانوني ملکیتونو د سندونو د وېش بهیر پېل شي.