Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هند کې د سوداګرۍ د ازادو حوزو د جوړېدو لپاره د دغه هېواد هڅې

هند په پام کې لري، چې د سوداګرۍ د ازادو حوزو په جوړولو سره، چې افغانستان او نورو هېوادونو ته د توکو صادرات زیات کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، دا موضوع، اوسمهال، یوازې د وړاندیز په کچه ده او د عملي کېدو لپاره به یې ګام پورته شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وویل:«په ډاډ سره چې دغه حوزې د هند له خوا د افغانستا د صادراتي توکو لپاره جوړېږي، ترڅو زموږ صادراتي توکي د هند نورو برخو ته هم صادر شي.موږ له دې هرکلی کوو او دا افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره به هم ګټوره وي.»

بل لورې، د سوداګرۍ نړیواله خونه وایي، افغانستان کې هم د دغه شان حوزو جوړلو لپاره هڅې روانې دي.

د سوداګرۍ د نړیوالۍ خونې د عامل پلاوي رییس عبدالقدیر بهمن په دې اړه څرګنده کړه:«ښه موضوع ده، که‎چېرې هند د افغان سوداګرو لپاره دا زمینه برابره کړي هغوی به وکړای شي ترڅو خپل توکي د هند له لارې نورو هېوادونو ته هم ورسوي. خو ښه به دا وي چې دغه ازادۍ حوزې په افغانستان کې جوړې شي.»

په ازادو سواګریزو او اقتصادي حوزو کې، ځانګړې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي، له هغې ډلې دا چې په ډېریو موردونو کې په داشان حوزو کې مالیات او ګمرکي سرګردانۍ نه وي.

شریک یي کړئ