Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د انسان تښتونې په پایله کې د ۴۰ سنلې پانګونې کموالی

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې په خصوصي برخه کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي دي او دا کار د دې لامل شوی دی چې یو شمېر پانګوال له خپلو پانګو سره له هېواد نه تښته وکړي.

 دوی وایي چې اوس مهال په ځينو موردونو کې انسان تښتوونکي ان امنیتي پوستو ته‎څېرمه ځایونو څخه هم سوداګر تښتوي چې دغه کار کوچني او منځني پانګوال هم اندېښمن کړي دي.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي چې په تر ټولو تازه مورد کې پرون په مزار شریف کې یو افغان سوداګر  یوه امنیتي مرکز ته له نېږدې ځای څخه د تښتولو پر مهال د تښتوونکو له خوا ووژل شو.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:«سږ کال ۴۰ سلنه پانګونې کمې شوي دي، او دا یوازې په بېلابېلو ناامنیو پورې اړه نه لري، بلکې انسان تښتونې هم په دغې برخه کې خپله ونډه لري.»

اخوا د سوداګرو په وینا ډېری پانګوال هڅه کوي چې له انسان تښتوونکو سره له مخ کېدو وروسته په خپله لاس په کار شي او خپل خپلوان د هغوی له منګولو خوشي کړي.

 همدرد حسام هغه سوداګر دی چې یوه میاشت وړاندې یې یو خپلوان د تښتوونکو له منګلو تښتېدلی دی، دی وايي چې اوس د دغه کس کورنۍ استانبول ته تللې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب الله دانش وايي:«موږ د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره په همغږۍ کې یو پروګرام جوړ کړی چې څه ډول کولای شو د ځينو کسان او سوداګرو امنیت چې ډېر له خطر سره مخ دي امنیت یې خوندي کړو.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وایي چې اوس مهال یو شمیر پانګوال له هېواد نه د خپلو پانګو د اېستلو په هڅه کې دی .

 دوی وايي چې د خصوصي برخې امنیتي لګښتونه د پاموړ زیات شوی دی او حکومت په هېواد کې د انسان تښتونې د ستونزې په اواري کې ناتوانه دی .

شریک یي کړئ