Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین ته له صادراتو وروسته د جلغوزو بیې لوړې شوې

د هوايي دهلیزونو له لارې چین ته د جلغوزو د صادراتو له پیل سره، د دغې مېوې بیه د هېواد بازارونو کې دوه برابرو ته رسېدلې ده.

دم‎ګړۍ د پلازمېنې په بازارونو کې هر کیلوګرام جلغوزو بیه تر ۲۸۰۰ افغانیو پورې رسېږي په داسې حال کې چې دا بیه کابو ۸ میاشتې وړاندې ۱۵۰۰ افغانۍ وه.

بل پلو په مالي او بانکي چارو کې د هېواد د سلاکار دفتر وايي چې تراوسه کابو ۶۰۰ ټنه جلغوزې د هوايي دهلیزونو له لارې چین ته صادر شوې دي.

د کابل په بازارونو کې د وچې مېوې ځینې پلورونکي وايي له ۸ میاشتو راهیسې او چین ته د جلغوزو له صادراتو سره سم، د دغې مېوې بیه لوړه شوې ده.

هغوی وايي، اوسمهال په دې بازارونو کې یو کیلوګرام جلغوزې تر ۲۸۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

یو تن هټۍ‎وال:«د جلغوزې غوښتونکي ډېر دي، او خلک یې ډېر پېري، سږکال د هغو د صادراتو له زیاتوالي سره تر درې زره افغانیو پلورل شوې ده.»

د وچې مېوې بل پلورونکی عبیدالله هم وايي:«تېر کال جلغوزې ۱۵۰۰ تر ۱۸۰۰ افغانیو پلور کېده، خو سږکال د دې لپاره چې ډېره صادرېږي، د هغې بیه ۲۸۰۰ تر ۳۰۰۰ زرو رسېدلې ده.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له هېواده بهر د جلغوزو د صادراتو د زیاتوالي له امله د هېواد په بازارنونو کې د دې مېوې بیه هم لوړه شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صنایعو او صادراتو پرمختیا مسوول میرزمان پوپل څرګنده کړه:«د دې اصلي لامل چې جلوزې د افغانستان په بازارونو کې خپله اصلي بیه پیدا کړې، چین او نورو اروپايي هېوادونو ته د هغې صادرات زیات شوي دي.»

په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار د دفتر د عامه اړیکو مسوول سمیر رسا طلوع نیوز ته وویل:«یوازې ۶۰۰ زره ټنه توره جلغوزه د چین شانګهای ښار ته د هوايي دهلیزونو له لارې استول شوې ده.»

د هېواد په ختیځ او سوېلي سیمو کې د جلغوزو د زیاتو غرنیزو ځنګلونو شتون د دې لامل شوی څو افغانستان په سیمه کې د جلغوزو د حاصل لپاره لوی فرصت ولري.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې د افغانستان د جلغوزو کلنی ارزښت نږدې دوه مېلیارده ډالره اټکل شوی خو سږکال لومړی ځل دی چې افغانستان له دې قیمتي مېوې څخه لوړ عاید لاسته راوړي.

په مالي او بانکي چارو کې د هېواد د سلاکار دفتر وايي چې تراوسه کابو ۶۰۰ ټنه جلغوزې د هوايي دهلیزونو له لارې چین ته صادرې شوې دي.

شریک یي کړئ