Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د «ښځې ځواک» په نامه نندارتون

په پلازمېنه کې د «ښځې ځواک» په نوم د ښځو د لاسي صنایعو او بیلابیلو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون کې چې په مرکز کې د میرمنو لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په موخه د کابل په نوي ښار کې پرانستل شوی، د هېواد له ګوډ ګوډ نه ۱۳۰سوداګرو مېرمنو خپل محصولات نندارې ته راوړي دي.

په دغه نندارتون کې یوه ګډون‎واله، وسیمه فخري ده چې خپل محصولات نندارې ته ایښي دي، دا وایي لږه موده کیږي چې د جامو جوړولو کار یې پېل کړی دی او اوس توانیدلي ده چې د ګڼو میرمنو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

دا وړاندې وايي:«موږ ته دایمي نندارتون ولري او موږ ته تخفیف راکړي ځکه چې موږ ملاتړي نلرو او خپله مخې ته ځو.»

سوداګرې میرمنې له حکومت څخه غواړي چې د دوی د کارو بار د لا پراختیا لپاره لارې اوارې کړي.

سوداګره، مریم څرګندوي:«کارونه مو ښه دي خو امنیتي ستونزې شته، او د تېرو کلونو په پرتله بازارونه ښه نه دي.»

بلخوا نندارتون ته راغلي خلک وايي، که حکومت  له اقتصادي پلوه د میرمنو ملاتړ وکړي؛ داکار به  د کورنیو د اقتصاد پر ښه کیدو سربیره  د کار زمینې هم برابرې کړي .

نندارچي، مولوده توان وايي:«فرصتونه ورته برابر کړي، نه یوازې په مرکز بلکې په ولایتونو کې زمینې برابرې شي، موږ په ولایتونو کې داسې ښځې لرو چې ښې لاسته راوړنې لرې.»

نندارتون ته راغلي خلک په دې باور دي چې که د هېواد په بیلابیلو برخو کې د میرمنو لپاره ورته دایمي نندارتونونه جوړ شي؛ دا کار به د ښځینه سوداګرو د پیاوړتیا لارې اوارې کړي.

women

کابل کې د «ښځې ځواک» په نامه نندارتون

نندارتون ته راغلي خلک وايي، که حکومت  له اقتصادي پلوه د میرمنو ملاتړ وکړي؛ داکار به د کورنیو د اقتصاد پر ښه کیدو سربیره د کار زمینې هم برابرې کړي

شریک یي کړئ